د ارګ اعلامیه –

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي نيکولاس هېسم سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حاضر و، د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او له افغانستان سره د هغوی د مرستو په اړه بحث وشو.

غونډه په دې پای ته ورسېده چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د وروستيو انتخاباتو په ګډون د خپلو ټولو فعالیتونو په اړه تفصيلي رپوټ وړاندې کړي، ترڅو د افغانستان حکومت د همدغه رپوټ په رڼا کې خپل هر اړخیز تحلیل ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *