د۱۳۹۳ لمریز کال د مرغومي۸مه

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه –

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د میدان وردګو په ولایت کې د کوچیانو او د سیمې د خلکو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې د څیړنې لپاره د استول شوي پلاوي رپوټ واورېد.

د پلاوي د رپوټ له اورېدو وروسته پریکړه وشوه چې د موظف پلاوي او د هېواد د نفوذ لرونکو، مذهبي، مخورو او مسلکي کسانو په ترکیب د جمهور رئیس د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي او د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر محمد اکرام خپلواک په مشرۍ دې یوه سراسري بین الافغاني جرګه جوړه شي ترڅو د دغې ستونزې د بنیادي حل لپاره په هر اړخیز ډول معقولې لارې چارې وسنجول شي.

جمهور رئیس غني د حقیقت موندونکي پلاوي د رپوټ او وړاندیزونو له مخې د چارو د ادارې لوی ریاست ته لارښوونه وکړه چې له زیانمنو شویو کورنیو سره بیړنۍ مرستې ترسره کړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د پېښو تکرار راته د منلو وړ نه دی او زموږ تمرکز باید د قانون د حاکمیت له لارې د اصلاحاتو پر رامنځته کولو وي او جرګه باید د ټولو ښکیلو اړخونو نظرونه راټول او د ستونزې د حل لپاره پر یوه واقعبینانه مهال ویش کار وکړي.

جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د جرګې د ترکیب له جوړېدو وروسته د درې اوونیو په لړکې دې دغه جرګه د جمهوري ریاست عالي مقام ته خپلې حل لارې وړاندې کړي ترڅو د کوچیانو او د سیمې د خلکو ترمنځ موجودې ستونزې ته په بنیادي ډول د پای ټکی کیښودل شي.

محمد اشرف غني وویل چې د دغې مسئلې د بنیادي حل لپاره به د جرګې غړي زما غوڅ  اوڅرګند ملاتړ له ځان سره ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *