تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وسله وال طالبان یو وار بیا سولې ته وروبلل او ویې ویل چې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د طالبانو او ملت لپاره ښه فرصت دی.
ښاغلي غني په کابل کې د همږغۍ او څارنې ګډ بورد ته په خبرو کې وویل، په نورو هیوادونو کې قوانین او مقررات بدلېږي چې په انتخاباتو کې مخالفانو ته د ګډون لاره هواره شي خو د افغانستان په قوانینو کې دا ستونزه نشته؛ نو ښه دا ده چې تر انتخاباتو وروسته نه، بلکې تر ټاکنو مخکې د سولې پر سر موافقه وشي.
ښاغلي غني د سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د روانو هلوځلو په اړه وویل، په اسلامي نړۍ کې د افغانستان د سولې او پخلاینې پر سر اجماع د رامنځته کېدو په درشل کې ده، په نړیواله ټولنه کې له وړاندې څخه رامنځته شوې ده او د سیمې په کچه په سلو کې ۷۰ یووالی شته.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت به په لوی اختر کې هم له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړي.
salam & Ekhteram for all afghans;
WE KNOW HONOR PRESIDENT YOU ARE THE BEST;
TALIBS ARE TOY OF PAKISTAN&IRAN,
IF THEY HAVE SENSE ABOUT COUNTRY&NATION,
THEY WILL NEVER BURN SCHOOLS.
THANKS