تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړ چې اجازه به ورنه کړي چې هیواد یې د نیابتي جګړې په میدان بدل شي.

ولسمشر غني دا خبرداری نن د نیپال په مرکز کتمندو کې د جنوبي اسیا د همکارۍ د ټولنې یا سارک د مشرانو په غونډه کې ورکړ.

له افغانستانه د سږ کال په پای کې د ناټو د جنګي ځواکونو وتلو اندېښنې زیاتې کړي چې ممکن د هند او پاکستان ترمنځ نیابتي جګړه پراخه شي.

دواړه له ډېره وخته پر یو بل تور پوري کوي چې د خپلو ګوډاکیو ډلو له نیابتي جګړې څخه په افغانستان کې د نفوذ لپاره کار اخلي.

ولسمشر غني د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف او د هند د صدراعظم نندرا مودي په شمول د سارک د هیوادونو مشرانو ته وویل:«موږ به هیڅوک پرېنږدو چې زموږ په خاوره کې نیابتي جګړه وکړي.»

ولسمشر غني وویل:«زموږ د سیمې په اړه زما نظر له جګړې پاکه جنوبي اسیا ده چې هیوادونه یې باید له یو بل سره د جنګېدو پر ځای له بېوزلۍ، بېسوادۍ، ناروغیو، سو تغذیې او بې روزګارۍ سره مبارزه وکړي.»

ښاغلي غني د هند له صدراعظم نندرا مودي سره په مخامخ خبرو کې راتلونکی کال ته د هند د سفر بلنه ومنله.

هند په سیمه کې د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی دی.

دغه هیواد په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره څه باندې ۲ زره ملیون ډالره مرسته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *