تاند- د افغانستان ولسمشر د سې شنبې په ورځ دا خبره رد کړه چې ګنې الیکترونیکي تذکرې توزیع کېدو ته چمتو دي او د وېشلو پرېکړه یې شوې ده.
مخکې د اجرايي ریاست له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و چې کابینې د الیکترونیکي تذکرو د وېشلو پرېکړه کړې او نوي تذکرې به په هغه بڼه وي چې ولسي جرګې یې په اړه پرېکړه کړې وه.
د اجرايي ریاست اشاره دې ته وه چې په تذکره کې به د «افغان» او «اسلام» یادونه نه کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني د احصایې په قانون کې د ستونزو یادونه وکړه چې تعدیل او د الیکترونیکي تذکرو تر توزیع وړاندې د ولسي جرګې تصویب ته اړتیا لري.
ده وویل:«په دې قانون کې باید یو شمېر اصلاحات (تعدیلات) راوستل شي او دا کار به په راتلونکو څو اوونیو کې وشي.»
له بلې خوا یو شمېر مدني فعالانو نن اعلان وکړ چې د ولسمشر له څرګندونو وروسته په اوسنۍ بڼه د تذکرو د وېش پر خلاف خپل لاریون ځنډوي.
ټاکل شوې وه چې افغان ملي غورځنګ، ملي ثبات ټولنې، سمون سياسي خوځښت، عدالت ګوند، اسلامي حزب او یو شمېر نور مدني بنسټونه، قومي شوراګانې او د ځوانانو ټولنې په الیکترونیکي تذکرو کې د افغان کلمې د نشتون په اعتراض کې لاریون وکړي.
دوي په یوه خبرپاڼه کې ویلي« د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو استازو له لارې ډاډ راکړ، چې د خپلو پخوانيو ژمنو پر بنسټ به د تذکرو په قانون کې بدلون راځي، د افغان کلمه به په پېژندپاڼو کې ليکل کېږي او د تذکرو د وېش لپاره به مستقله او د باور وړ اداره جوړېږي. ولسمشر دا خبره په کلکه رد کړه، چې د زمري په ۲۸ به د تذکرو د وېش لړۍ پيلېږي.»
له داکتر صاحب محمد اشرف غنی نه دیر مننه چی د تذکرو د ویش مخه یی و نیوله انشاالله دا د افغان د کلمی دشمنان به دیر زر په خپلو شومو پلانونو کی ناکام او تور مخی شی