تاند- ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هند له لوري افغانستان ته ورکړای شویو (Mi025) څرخکو د افغانستان د امنیتي وضعیت د لا خرابېدا په مخنیوي کې مرسته وکړه.
ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي اورګانونو د مشرانو، د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د قوماندانانو او د غوڅ ملاتړ د قوماندانۍ ګډې غونډې ته د سې شنبې په ورځ وویل«که د هند له لوري ایم آی – ۲۵ هیلي کوپترونه نه وای رارسېدلي، ممکن وضعیت تر دې خراب شوای وای.»
ولسمشر غني په روان جنګي فصل کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي ځواک د مشرانو د هلوځلو د ستاینې په ترڅ کې د تېر لمریز کال ستونزې ته په اشارې وویل«موږ مجبوره شوو چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له ایم آی ۱۷ هیلي کوپترو څخه د جنګي څرخکو په توګه کار واخلو.»
ولسمشر غني وویل، تېر کال ډېرو مبصرانو تصور کاوه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دښمن د مقابلې توان ونه لري، خو اوس باید د خپلو تبصرو په خاطر بخښنه وغواړي.
ده همداراز وویل چې د افغانستان هوايي ځواک بیا په جوړېدو دی او د روان (۱۳۹۵) کال په لړ کې دغه ځواک د هوا له لارې مځکنیو ځواکونو ته مرسته ورسوله.
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډاګه کړه چې له دښمن سره د مبارزې قابلیت او وړتیا لري او په ۱۳۹۴کال کې يې د هېواد بقا تضمین کړه.
ولسمشر څرګنده کړه«موږ د جګړې له شپږو پړاوونو تېر شو او د ۱۳۹۴کال په پای کې مو هره ورځ له ۱۵څخه تر ۲۰پورې نظامي عملیات ترسره کول.»
د افغانستان ولسمشر همداراز وویل« په پيل کې زموږ په بین المللي اړیکو کې ابهام موجود و، دا مناسبات تر پوښتنې لاندې و او موږ یوازې په شپږ میاشتنۍ ژمنې اکتفا کړې وه، خو د تېر کال په پای کې نړۍ سره زموږ اړیکې پراخې شوې.»
ښاغلي غني همدا راز وویل، سره له دې چې ۱۳۰ زره بین المللي ځواکونه له هیواده ووتل، خو زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په ښه توګه وکړای شول د بد وضعیت د رامنځته کېدو مخه ونیسي او پهدې برخه کې مبصرین باید عادلانه قضاوت وکړي.
ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو پر مخنیوي ټینګار وکړ وې ویل، په دغه برخه کې باید ژر اقدام وشي او منسجم پلانونه ترتیب شي.
ښاغلي غني وویل«زه د وطن د هر سرتیري د سر مسئولیت لرم او له تلفاتو څخه د مخنیوي لپاره باید لازم چمتووالی موجود وي.»
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په وروستي راپور کې، چې روانه اوونۍ خپور شو، د روان میلادي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې ۱۵ زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
ولسمشر بايد دملي اردو ملي بوليس او ملي امنيت د شهيدانو كورنيو او زخميانو سره د اقتصادي مرستو به باب غور وكري تَر هو ددوى قربانيو ته شه درناوىً وشي