تاند- دوو امریکايي سناتورانو نن په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره په داسي حال کې وکتل چې د ولسمشر دواړه مرستیالان هم حاضر ول.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، امریکايي سناتورانو  تيموتي کېن او انګس کېنګ په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت جوړېدو ته هیله وښوده، ویې ویل:« د ملي یووالي حکومت د افغانستان لپاره نوې هيلې راټوکولې دي، له همدې کبله موږ په دې هڅه کې یو، چې څنګه وکولای شو له نوي حکومت سره خپل ملاتړ او همکارۍ لا پیاوړې کړو.»

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دا لومړني امریکايي چارواکي دي چې افغانستان ته سفر کوي او له نوي ولسمشر سره کتنه کوي.

دوی وویل،  امریکا به له نوي حکومت سره په همغږۍ کې او د افغانستان د اړتیا له مخې همکاري کوي او دا به په ګوته کوي چې دغه همکارۍ چېرته او څنګه اغېزمنې تمامېدلای شي.

له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره د امریکايي سناتورانو په کتنه کې لومړي مرستیال ولسمشر ستر جنرال عبدالرشید دوستم، دوهم مرستیال سرور دانش او د ولسمشر فوق العاده استازي احمدضیا مسعود حاضر ول خو د اجرايي چارو رييس ونه لیدل شو.

ښاغلي غني خپل حکومت په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره بنسټ وباله.

ډاکټر احمدزي وویل چې افغانستان او نړۍ له ګډ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي او په له منځه وړلو کې يې باید جدي او ژر تر ژره ګام اوچت شي.

ولسمشر همداراز وویل: د افغانستان امنیت موږ ته ډېره مهمه مسله ده، همدې لپاره پر یوې ستراتيژيکې امنیتي طرحې کار کوو، چې څنګه په افغانستان کې سوله ټينګېدی شي او په دې برخه کې همکارۍ ته اړتیا ده.

ډاکټر احمدزي له امریکايي سناتورانو سره په خبرو کې په نړیوالو مارکېټونو کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو لپاره د بازار موندنې د هڅو یادونه هم وکړه او ويې ویل چې د افغانستان د اقتصاد وده، د افغانانو لپاره ډېره مهمه مسله ده او په دې برخه کې د نړیوالو همکارۍ ته اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *