تاند، شنبه، دمیزان ۱۳مه: ولسمشرغني نن په ارګ کې د یو لړ جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۱۰۰۰ اپارتمانونو ووېشل.

دغه اپارتمانونه د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د منسوبینو سربیره د ملي امنیت او عدلي او قضایي مرکز کارمندانو ته د کابل په لاله او سنایي غزنوي ښارګوټي کې چې، د کابل په قصبه سیمه کې موقعیت لري ووېشل شول.

د ښار جوړوني وزارت ویاند حشمت‌ الله ناصري وایي، دغه اپارتمانونه د ۲۰ کلونو لپاره په قسطونو دولتي کارمندانو ته ورکول شول.

ولسمشر غني په دغه مراسمو کې سرتیرو ته په وینا کې وویل چې تاسې ددي خاوري ساتونکي یئ او تاسې ته به خپل حق رسیږي: (( زه چې کله ولسمشر شوم، ماته یې ویل چې په کابل ښار کې دولتي ځمکه نشته، ټولې چور شوې دي ۳۵ زره جریبه ځمکه مو یوازې په چهارآسیاب ولسوالۍ کې پیدا کړه.))

ولسمشر غني په داسې حال کې پوځ ته د ۱۰۰۰ اپارتمانونو ویش پیل کړی، چې څو ورځې وړاندې یې د امنیتي ځواکونو د کورنیو لپاره یو ۱۰۰ بستریز ولادي او نسايي روغتون هم پرانیست.

2 thoughts on “ولسمشرغني کابل کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۱۰۰۰ اپارتمانونو ووېشل”
  1. اميد دي دهغو شهد فاميل سربازانو او افسرانو ته هم سرپنا او اپارتمانونه ورويشي چه ددې هيواد په لاره کي ئې سرښندنه کړي او نن ورځ ئې فاميل بې سرپنا دئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *