وزیر ځدراڼ – مونشن، جرمني
جنرال صیب علي شاه پکتیاوال د افغانستان د امنیتي ځواکونو داسې یو ستوری دی چې د افغانستان په سطحه یې د خپل مقدس مسلک په برخه کې جګړه ځپلي افغان ولس ته لویې لاسته راوړنې لرلې دي.
ښاغلي پکتیاوال د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې په لوړو بستونو باندې کار کړی چې تجربه یې د افغانستان حکومت په ځانګړي توګه د امنیتي ارګانونو لپاره ستره او ارزښتمنه پانګه ده. ښاغلي پکتیاوال د نورو تر څنګ د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي تحقیقاتو د ریس، د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندان، په افغانستان کې د انټرپول پولیسو د ریيس، د ایثار د سفیر، د کورنیو چارو د وزارت د سریاور، او د کورنیو چارو وزارت د مشاور په توګه په بري سره وظیفې ترسره کړي دي.
افغان ولس غواړي چې د افغانستان په رهبرۍ په ځانګړې توګه په امنیتي ارګانونو کې داسې خلک په دندو وګمارل شي چې مسلکي وي، امانت کار وي او لاسونه يې د خلکو په وینو سره نه وي. د ولس له پاره دا اهمیت نه لري چې د افغانستان د کوم قوم، ژبې، نژاد، مذهب… وګړي ته د افغان امنیتي ارګانونو رهبري سپارل کیږي خو هغه څه چې ولس ته ډیر اهمیت لري دا دي چې د امنیتي ارګانونو له رهبرۍ څخه سوله او ثبات او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امنیت غواړي څو خپل ژوند ژواک په یوه ارامه فضا کې داسې برابر کړي چې افغانان او افغانستان له نورو سره سیال شي.
موږ د افغان ولس د ځوان قشر په توګه دا وړتیا د جنرال صیب علي شاه پکتیاوال په وجود کې وینو. مونږ له تاسو ویاړلي مشرڅخه غواړو چې نوموړی د دفاع وزارت ته کاندید کړئ، او له ولسي جرګې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې نوموړي ته د باور رایه ورکړي. 
3 thoughts on “ولسمشره، د لویې پکتیا غږ واوره!”
  1. Tolo Taand karmandanoo to salamoona
    zama pa nazar der moonaseb shakhs da ham maslaki,watan dost,doshman ta tander aw khalko ta manalai shawai shakhs da za ham de yaw afghan pa sefat walas mashar na hela kawoom che dagha shakhs wazarate defa ta namzad aw walas jerga bagher de kom tasoob raya warkri ter so dagha walas yaw motmaen wazir defa walari.manana de tawajoo na.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *