سردار محمد همدرد
د اوبو په ارزښت بحث ته هیڅ ضرورت نشته، په دې ازرښت هر څوک پوهیږي!
د اوبو د بحران خبره خو هم په نړیواله کچه او هم په کور د ننه مخصوصیږي، د اوبو په ارزښت خو ته په خپله تر هر چا ښه پوهیږې! تا په خپل ماموریت کې د اوبو د مدیریت خبره وکړه،  او په دې هلکه دې علاقه مندي هم درلودله،  که څه هم یو څو تعداد سیاستدانان،  په دې ارزښت نه پوهیږي، او د اوبو د مدیریت خبره ورته ساده ښکاري، د دې ټولو سره سره د اوبو په برخه کې بنسټيز کار ونشو!
ستونزه په دې کې وه چې تا سره مسولینو صادقانه کار ونکړ،  ښه مثال یې د بندې کمال خان د بند دی چې د لومړۍ ورځې د افتتاح  څخه وروسته، دا تعهد وشو چې په څلورو کلونو کې به دغه پروژه تسلیم کیږي،  چې پس له دریوو (۳) کلونو دا پروژه شل سلنه (۲۰%) هم تکمیل نه شوله!
ستا په اراده پوهیدم چې تا د جوړیدو اراده درلوده ، دا یوه خبره هم بېرته تا ته متوجه کیږې،  چې تا ولې ګمارنې د تقوا پر بنیاد ونکړې، زه نه غواړم چې دلته د ډېرو خبرو یادونه و کړم، خو تا ته د یو خواخوږي په حیث دا یوه مشوره درکوم،  چې په کور د ننه هم د اوبو متخصصین  راوغواړه!  او هم د هیواد سیاسیون ! او هم د دې لپاره یوه ورځنۍ ناسته  وکړه !
د هیواد د اوبو لوی عالم او متخصص ډاکتر صاحب فاروق اعظم  ته دا دروند مسولیت وسپاره!
د داسې عالمانو د مشورو څخه ګټه واخله، چې د اوبو ترڅنګ په سوله او ښه حکومتدارۍ کې هم درته د وطن په خیر مشورې درکړي!
جلالتماب ولسمشره هم سولې ته ترجېع ورکړه او هم اوبو ته،  دا ملت دومره غمجن دی چې یوه ورځ هم د غم تاب نلري،  غربت هم خپل اوج ته رسیدلای دی، په دغه ملت رحم پکار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *