موږ دتېرې لسیزې دلاسته راوړنو او ستونزو ګڼې تجربي په مخکې لرو،که نوی ولسمشر او اجرائیه ريس په رښتیا هم غواړي چې په هېواد کې ژر تر ژره سوله ،امن ،ثبات او قوي اداره رامنځته شي،نو دتېرې لسېزې ټولې هغه نیمګړتیاوې او ستونزې چې دوخت اداره يې ننګوله او لا هم په ځای پاتې دي ژر تر ژره حل او دیو منظم میکانیزم اوپلان له مخې دې دچارو دسمون لپاره ګام پورته کړي.
دا چې اوس مهال دټول هېواد امنیتي چاري دافغان ځواکونو لخوا سمبالیږي، په یوازې سر پراخ پوځي عملیات ترسره کوي،په دې وروستیو کې موږ وینو چې افغان امنیتي ځواکونه ډیر پیاوړي شوي ،ښې لاسته راوړنې لري خو له بده مرغه مرګ ژوبله يې هم له زغم وتلي ده،دپوځي چارو کارپوهان بیا د افغان امنیتي ځواکونو داوسنۍزیاتې مرګ ژوبلې ځیني لاملونه په ګونه کوي او وايي: په ساحاتو کې دنظامي ځواکونو کم تشکیل،دپرمختللو سپکو او درنو وسلو،تجهیزاتو او پوځي موټرو کمښت ،داړتیا پر مهال دهوايي ځواک نه شتون،دیوې غوره رهبرۍ ترڅنګ دپوځي تاسیساتو نه لرل هغه لوی ستونزې دي چې تر ډیره يې دافغان ځواکونو پر امنیتي فعالیتونو منفي سیوري غوړولی او ددوی دمرګ ژوبلې دزیاتوالي سبب شوي دي.
ولسمشر دې دنظامي ځواکونو دتقوي او مرګ ژوبلې دراکمولو لپاره لومړی باید داړوند وزراتونو یو لوړ پوړې باصلاحیته پلاوي ته دنده وسپاري،ترڅوټولو ولایتونو ته کاري سفرونه ترسره کړي او دنظامي ځواکونو حالت له نږدي وګوري،پوځي تاسیسات ورته جوړکړي،د دښمن سره دمقابلي لپاره په پرمختللو سپکو او درنو وسلو يې سمبال کړي، تشکیل يي زیات او پر وړاندي يې ټولې شته ستونزې او ننګونې چې ددوی کړنې او فعالیتونه کم رنګي کوي لري کړي، په جګړه ییزو حالاتو کې دي دښکیلو ځواکونو دحمایې او ملاتړ لپاره په وخت اقدام ترسره شي ، چې دا کړنه به د امنیتي ځواکونو اوسنۍ مرګ ژوبله را کمه او ددښمن پر وړاندې به ددوی مورال لوړ شي .
سیدالرحمن عابد