د اپریل ۲۳مه  د ملګرو ملتونوله خوا د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې چې موخه ورڅخه دا ده چې مطالعې، لیک او لوست، د لیکوال د حقونو خوندیتوب اوپه مجموع کې د علم غني کولو ته پام وشي نو پدې سره د نړۍ منوراشخاص دا ورځ په ډیره شانداره مراسمو سره نمانځي او په حکومتي چارواکو فشار اچوي چې په دې برخه کی خپلې لازمي هڅې وکړي او دې ورځې ته د لا اهمیت ورکولو په خاطر د هیوادونو مشران دا ورځ په خپل موقف لا پیاوړې کوي او د ولس پام ورته زیاتیږي .

په افغانستان کې ناامني د هر څه ستر دلیل ګڼل کیږي او ورڅخه انکار هم ناسم دی خو بیا هم موخو ته رسیدل باید هڅه او جدیت ولري. د هیواد ولسمشر چې په ښوونه او روزنه ډیر باوري او ورته یو ژمن شخص دی او ځان ورته ډیر هڅاند ګڼي خو بیا هم پر هغه لارو چارو فکر ډیر نه کوي چې څنګه کولای شي چی اغیزمن واقع شي هغه څه چې ورته وشي زه فکر کوم چی هغه دا ده چی لمړی باید د لوړو زده کړو وزارت،پوهنی وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د دنده وسپاري تر څو پر یو پلان کار وکړي چی په نورو هیوادونو کې پر دغه برخه کې څه کارونه شوي او د اوسني وضیعت ایجابات څه دي او څنګه اغیزمن وافع کیدای شي تر څو چی موږ خپلو موخو ته ورسوي.

بهتره به دا وي چی د ولسمشر په ځانګړي فرمان لمړی په کابل او بیا په ولایتونو کې یو یو ځانګړی ښارګوتی د کتاب پلورنځیو ته په یو ښه موقعیت کې جوړ شي تر څو لمړی د کتاب پیدا کولو پته مشخصه او جامع شي او دا اوسنی تیت او پرک ځایونه سره منسجم شي تر څو نظم منځ ته راشي او پرمختګ ته زمینه برابره شي .

بل باید د وارداتي کتابونو کتنه جدي شي چې هغه کتابونه چې د اسلامي شریعت او په ټوله کې د نافذه قوانینو خلاف وي مخه یې ونیول شي . همدا اوس چی په خصوصي پوهنتونو کې کوم کتابونه تدریس کیږي ډیری د اسلامي شریعت خلاف دي که اثبات یې غواړئ د کوم خصوصي پوهنتون د انګریزي ژبې د زده کړې نصاب وګورئ چې څومره ناسم خیژي ، نو ورته جدی دقت په کار دی .

اوس هم وخت شته یوازې دا نه ده چی موږ باید د کتاب د نړیوالې ورځ په اړه په همغه ورځ ورته څه وکړو بلکه هر کله دا ممکنه ده چی یو څه ورته وکړو خو بهتره ده چی همدا اوس ولسمشر صاحب او مربوطه چارواکې په دې برخه کې کار وکړي او انتظام ته یې یو څه وکړي په ولس کې د کتاب ویلو روحیه پیاوړې کړي له داسي ملګري نومي کتاب څخه د مخه ونیسي چې ورته دوښمني ایجادوي .مولف،مخترع ، مبتکر او مفکر باید ونازول شي مانا دا چې حقوق او امتیازات باید ورکړل شي هغه قوانین چې د معنوي حقوقو په برخه کې نافذ شوي باید کاملا رعایت شي تر هر څه ډیره پانګونه باید د ماشومانو په کتابونو وشي تر څو مونږ له ابتدا څخه را سم شو او زموږ بنیادی ارزښتونه باید مستمر او ناسم دودونه مو متغیر شي .په دې هیله چی هر لوستی افغان لږ تر لږه په دی برخه کې د هیواد نیکمرغۍ ته یو ګام واخلي، ولسمشر صاحب هم په دغه برخه کی یو عظیم ګام واخلي.

0 thoughts on “ولسمشرکرزی او د کتاب نړیواله ورځ/ صفی الله ناصری”
  1. وروره ډیره مننه
    خوزه داسی فکرکوم چه داسی ونشی چه کرزی صاحب دکتاب ورځ دبل کوم بل چا شمالی اتحاد کس په نوم یاده نه کړی .
    بیاهم مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *