بسم الله الرحمن الرحیم

 که زه وایم چې زه یم اوته وایې چې زه یم نونه به ته یې اونه به زه یم اوکه ته وايې چې ته یې اوزه وایم چې ته یې هم به ته یې هم به زه یم.ددې متل پرمصداق له شاوخوایوې پېړۍ راهیسې زموږ عام سیاست یوبل ته دغاړې نه ايښود،نه زغم اونفي سیاست و.ډیری واکمنانو له خپل قدرته دخپلوسیاسي مخالفتونولپاره له سیاسي اویافزیکي ګټې لپاره کاراخسته،خوزیان یې دافغانستان مظلوم ولس ته رسېده.

موږ اوس دتاریخ په دې حساس پړاو کې دیوبل منلواوزغم ته اړتیالرو.په یاد باید ولرو چې افغانستان یوازې دافغانانوپه هلوځلواواجماع باندې ثبات اوپایدارې سولې  اوسوکالۍ ته رسېدلای شي.داکاربیایوازې اویوازې له موجودو مطرحوشخصیتونو،علماوو،ښځو،ځوانانوملي خوځښتونودتفاهم پربنسټ ترسره کېدای شي.

ددغه انتخاباتي ټکټ هدف دباثباته ملي حاکمیت په چوکاټ کې ملي یووالی دی. ځکه موږ باورلرو چې ټاکنې ګټلای شو.ژمنه کووچې سیاسي خوځښتونه دیوپراخه ملي حکومت په چوکاټ کې راټولو.موږ دې ته ژمن یوچې دافغان ولس ګډون به په دولت اوټولنه کې تامینوو.ځوانانو،ښځواوبې وزلوته په دولت اوټولنه کې برخه ورکول لومړیتوب ګڼو. د پایدارې سولې فرهنګ دودول زموږ بنسټ اوفریضه ده.دیوبل منل اودیوبل زغمل چې دا ګروپ یې ژوندۍ بېلګه ده ، د ټول افغانستان منل دي.

زموږ ولس له وینې تویلواوجنګ جګړو ستړی ولس دی.موږ ولیدل چې یوشمېرځواکمن اسلامي هېوادونه لکه لېبیا،مصر،عراق ،سوریه اوسوډان دنفاق په اورکې وسوزېدل.له دوی بایدپندواخلوچې له اجماع اویووالي پرته ثبات اوسوکالۍ ته رسېدل ناممکنه دي.

ملي اهدافوته رسېدل نه یوازې اجماع غواړي بلکې ښه حکومتوالي بایدپرهراړخیزو مشورو باندې پیل شي.دولتي قدرت بایدپرپایدارو بنسټونو باندې بدل شي اوولس پردولت باندې باوري شي.موږ ددې توان لرو چې پرخپلوپښوولاړاوباثباته افغانستان جوړ کړو.دې هدف ته پربنسټیزو اصلاحاتوباندې چې دتدریجي بدلون پراساس اوتدبیروي رسېدلای شو.کار اهل ته سپارل دقانون په چوکاټ کې مکافات اومجازات اودعدالت تامینول چې داسلامي نظام بنسټ دی ،وسنجول شي اوپه اجماع باندې ولاړ اصلاحات غواړي.قانون ته غاړه ایښودل دفساد مخه نیسي اوامنیت تامینولی شي.اصلاحات ضروري دي خونه سلیقوي ،فرمایشي اوتیوریکي.

بې کاري په ټولیزه توګه ثبات ته یوګواښ دی.ددې ستونزې حل ددولت اوپانګوالو ترمنځ یوټینګ تړون غواړي چې پایله یې ولس په تېره ځوانانوته باعزته کار،پانګوالوته مشروع اوپایداره ګته اودولت ته منظم مالیه جوړوي.موږ له یولړخاصوسیمه ییزو اونړۍ والو ګواښونوسره مخ یو.زموږ ملي حاکمیت ساتل اودملي ګټوخوندي کول ،دبهرنیوچاروپه مدیریت کې هراړخیز دقت ،پاملرنه اواجماع غواړي.

اسیا په یولوی اقتصادي بدلون کې دی.موږ داسیازړه اودوصل یوه کړۍ یو.زموږ ثبات اوسوکالي دسیمې دثبات اوسوکالۍ یواصل دی. ټوله دنیا،سیمه ،ګاونډي اواسلامي نړۍ موږ ته ګوري چې ایاموږ به پردې وتوانیږو که نه چې دلومړي ځل لپاره اقتداریا واک دخلکو دارادې پراساس له یومنتخب ولسمشرنه بل منتخب ولسمشرته انتقال کړو.موږ ډاډه یواوباور لرو چې دقران عظیم الشان  ددې سپېڅلې وینا پربنسټ چې خدای (ج)ترهغې دچاحال نه بدلوي چې  په خپله یې  بدل نه کړي.موږ حاضریوچې ځان بدل کړوچې خدای پاک موبري ته ورسوي.زموږ انتخاباتي مبارزه به داصولو،پروګرامونواوهراړخیزو ملي بحث باندې ولاړه وي.هیله موداده  نورهغه ټیمونه چې دې میدان ته راځي،په دې ملي بحث کې دې راسره ګډشي.ترڅوولس وتوانېږي چې قضاوت وکړي.له انتخاباتووروسته بایدداپه ډاګه شي چې سیاست دښمني نه بلکې داهدافوتامین اولومړیتوبونو دټاکلولپاره یوه منسجمه اوعزتمنه مبارزه ده.لکه چې دافغانستان دفوټبال اوکرکت ملي ټیمونوثابته کړه چې په ګډه اودټیم پربنسټ افغانان لوړو اهدافوته رسېدلای شي.داپرموږ پورې تړلې ده چې دسپورت دمیدانونوپه څېردسیاست ډګرهم ثابت کړو.

د یوسوکاله ،پ رخپلو پښوولاړ اوپرمختللي افغانستان په هیله

8 thoughts on “ولسمشرۍ ته د ډاکتراشرف غني د ټاکنیز ټیم د نوماندۍ پیغام”
  1. پیغام لوی او ستړی کوونکی دی او پیل یې ښه نه دی شوی.غالبا چې شپون صیب که استاد غضنرف نثر داسې وېشلی دی چې دوه ډولونه یې هنري او ژورنالستیک نثرونه دي. زه وایم چې که یو ډول یې سیاسي وګڼو چې په دغه ډول حالتونو کې راځي نو د دې پیغام شروع پرې نه ده شوې.

  2. گرانو لوستونکو اسلام وعلیکم واما بعد
    دا دیر د تاسف خبره ده چه داکتر اشرف غنی دی خبل لومری مرستیال دی یو بی سواده توبک سالر او به جنای جرمونو مجرم کس دی خبل مرستیال وتاکه دا دی به یاد وی چه د ولسمشری خوب دی نور نه وینی خکه چه با سواده طبقه او بشتانه به هیخکله هم و دوی ته خبله رایه ور نکی. والسلام

  3. محترما :ستا به یوه خبره نه وی موږ چی دکوم وخت ستاسره پیږندلی دی ستاڅخه مو چی یوه خبره اوریدلی ده موږ درسره منلی ده او تا پرهغه خپله عمل نه دی کړی موته هلته معلومه شوه چی ته وزیر مالیه وی دهرات دتجارت دسم والی او دقانون دعملی کیدو لپاره هرات ته راغلی وی او تاته ملی تجاران درغلی وو ستا دپوهی په دی انتظار وه چه پو او ی هوښیار سړی دی که ستا پیاد کی وی تا مکمل ښکنځل وکړه اوځبل ملی تجاران دی څومره نا امیده کړه بیا دی دپکستان سره ددغه خپل ملی تجارانو پرسر معمله ونه کړه تا خپل خلګ برباد نه کړه دپاکستان په هدایت ستا پوهی او ماستری کومه ګټه کړی ده اوس داتفاق ناری وهی متلونه وایه ستا سره دځبل دکور دغړو دمتحد کولو توان نشته چی ستا دمور اوپلار زوی دی دیوه قوم دیوی زبی دیوه وطن دیوی لاری هم فکره نه مو مړی کړی دی نه موجنګ سبا به دافغانستان دغه مخالف توکمونه هزاره اوزبک تاجک پشیی ایماق دا به څنګه ته دپښتنو ورونه جوړ کړی چی خپل سکنی ورور نه شی ورورکولای

    1. میرا جان ته اوس هم د قبیلویت خوبونه وینې. عربو پړسولی ېې خپل سیاست هویت او ادراک یې در څخه اخیستی دی.

      د ورور مخالفت د کمزورۍ مانا نلري. بلکه د زغم، تحمل او بدلوالي د منښت ښکارندويي کوي. تا ووایه د خپل ورور سره داسې مخالفت ښه دی او که د پخوانیو کنداریانو په څیر یو د بل وژل؟
      د ورور وژل ښه دي، که د سیاسي مخالف په توګه منل؟
      تاسو یوه بله پوچه خبره هم کړیده. چې ویلي مو دې (تاسو تر اوسه نه مړی کړیدی او نه جنګ) دا خبره څنګه په خوله درځي؟
      ته اوس هم انسانان په جنګ او وژنو لوړ ګڼې؟
      افسوس ستاسو په عقل او منطق

  4. اشرف غنی ته بریالیتوب غواړو. نوموړی تکړه او با احساسه افغان دی. نوموړی ته زما مشوره دا ده، چې د هېواد په هر ګوټ کې د ځوانانو، علماؤ، مسلکی خلکو او دېته ورته هېوادوالو ټیمونه جوړ کړي. ترڅو هغوی په خپلو سمیو او ساحو کې د خپلو اړونده خلکو په منځ کې کمپاین وکړي، کارتونه واخلي او هم دغه کارتونه د اشرف غني په ملاتړ وکاروي.

    اشرف غنی باید د ځان لپاره یو ښکلی شعار غوره کړي او په دې شعار سره ټول ځوانان، ښځې، مخور، مشران، بانفوذه خلک او عام ولس خپل کړي

    د افغانستان د بریالیتوب په هیله

  5. د ډاکتر اشرف غني سره د جنرال دوستم او سرور دانش د ملګرتیا ګټې او تاوانونه
    1) دا خو ټول افغانان او نړۍ مني چې ډاکتر اشرف غني د نړۍ یو لوی مفکر دی. ټول افغانان ورته ژور درناوی لري او پر دې صفت یې پیژني چې د خدمت او دولت جوړولو یو اورنی عاشق دی. دکار کفایت او پوهه هم لري، نیت او اراده یې هم لري او ملي او نړیوال ملاتړ هم.
    2) پښتنو ته په خاص ډول او ټول افغانستان ته په عام ډول سوله د اب حیات حیثیت لري. خو د کرزي ـ فهیم اوسنی ټیم د سولې او روغې ـ جوړې هیڅ ډول اراده نلري. ډاکتر اشرف غني د سولې لپاره عملي پلان او اراده لري.
    3) مارشال او کرزی غواړي افغانستان د څو کورنیو شخصي ملکیت شي. او غواړي ځانونه په دروغو د پښتنو او تاجکو استازي وښیي. د کرزي ورونو دا خبره هر ځای افشا کړي ده چې په پښتنو کې د کرزي کورنۍ او په نورو قومونو کې د فهیم، عطا، رباني، خلیلي، دوستم او مسعود د کورنیو په شان اووه کورنۍ بس دي چې افغانستان اداره کړي. دا خبره په عین عباراتو ډیرو خلکو له فهیم او عطا څخه هم اوریدلې ده. عملآ د هیواد ۲۰ لوی تجارتونه د کرزي صیب او مارشال فهیم د ورونو له خوا پر مخ بیول کیږي. اشرف غني به افغانستان له کورنۍ ټولواکۍ او کورنۍ سوداګرۍ څخه څخه راوباسي او یو ماډرن دولت ته به یې پورته کړي.
    4) شرایط داسې دي چې له یوې خوا په پښتنو سیمو جنګ دی او ووټونه به کم استعمال شي، له بلې خوا د کرزي ـ فهیم ۱۲ کلنې واکمنۍ افغانستان د نړۍ فاسد ترین هیواد کړ او د هیڅ ډول سمون ارده نلري. نو په هر دول چې وي باید دومره رایې واخیستل شي چې واک ته د اشرف غني په رسیدو د سمون لپاره لار اواره شي.
    5) متاسفانه نړیوالو او کورنیو شرایطو یو واحد افغان ملت په قومونو ویشلی او سیاست یې قومي کړی دی. نو سره لدې چې ایډیاله خبره نده او پکار وه چې افغانستان شموله سیاسي ګوندونه موجود وای او د ارزښتونو مقابله یې کړی وای، خو تریخ واقعیت دادی چې دوستم او خلیلي د ازبکو او هزاره په منځ کې ژور نفوذ لري او د خپلو قومونو عملي مشران دي.
    6) بله ستراتیژیکه مسئله داده چې هزاره او ازبک قومونه هم په تیر تاریخ کې او هم له تیرو شل کلونو راهیسې د پښتنو څنګ ته ولاړ دي: له حکمتیار سره هم وو، طالب ته یې هم تمایل درلود خو د همکارۍ نیت یې سبوتاژ شو، کرزي صیب سره هم ولاړ وو. اوس عملا نظار شورا او جمیعت د افغانستان نظام انحصار کړی او له ۷۵٪ څخه تر ۸۵٪ اردو او ملکي ادراه یې په واک کې ده. سره لدې چې د کومې ولسوالۍ، ولایت او قوم استازولي نشي کول او د ۱۰ ـ ۱۵ زرو په خواوشا کې خلک دي، خو د شریفو تاجکانو د نماینده ګي دروغجنه دعوه کوي. نو د نظار شورا او جمیعت له انحصاره د هیواد د را ایستلو یوه لار داده چې ټول افغانان سره یو شي، تر څود تاجکو ورونو په ګډون واک ټولو قومونو ته په عادلانه او متوازن ډول انتقال شي.
    7) بل ستراتیژیک اړخ یې دادی چې د افغانستان شمال زموږ د هیواد د وحدت لپاره تر هر څه مهم دی. استاد عطا د یو جلا پاچا په توګه دا دولس کاله ولکه کړی دی او د غلا رز میلیون ډالر یې ذخیره کړي دي. د دوستم سره اتحاد دغه ګټه هم کوي، چې د عطا د سکتاریستي پلانونو مخه پرې ونیول شي.
    8) د دوستم په باب د پښتنو تشویشونه شته. د کمونیست شهرت او په کانتیزنو کې د زرګونو پښتنو د وژلو تور یې معنویت ته تاوان پيښ کړی دی. خلک یې له نوم سره حساس دي او ممکن ځینې یې د استار سیاف په شان داسې چا ته رایه ورکړي چې نوم پرې د مجاهد پروت وي، خو ټول عمر د شورای نظار د نوکر په توګه پاتې شوی او تل د پښتنو پر ضد دریدلی دی.
    9) خو ددې سره سره دوستم ته برائت ټولو جهادي مشرانو تر اشرف غني مخکې ورکړی دی:
    a. تر ټولو مخکې رباني صیب، امر صیب مسعود او استاد سیاف ورسره په هغه ائتلاف کې برخه واخیسته چې د افغانستان لپاره د سولې پر پلان یې کودتا وکړه، کابل پکې وران شو او نظام پکې وپاشل شو. ددغه کار مسئولین په لومړۍ درجه کې کارمل او مسعود وو چې دوستم او نور هم ورسره شریک وو، او د روسانو په قومانده یې دغه خیانت وکړ.
    b. مجددي صاحب ورته د خالد بن ولید لقب او د ستر جنرال رتبه ورکړه.
    c. پیر صیب هم ورسره ډیرې خوږې اړیکي تر اوسه پالي او د کابل په کورنیو جګړو کې یې خبل دفتر د دوستم تر ولکې لاندې سیمو ته د دې لپاره وړی و چې مصئون ورته ښکاریده.
    d. حکمتیار صیب ورسره د هماهنګۍ شورا جوړه کړه (چې یو نسبتا مثبت کار و او د هیواد د تجزیې او د قومونو د مطلق بیلتون مخه یې پرې ونیوله).
    e. کرزي صیب ورته د وسله وال پوځ د درستیزوال پوست تر نن ورځې ورکړی و او د میاشتې یو میلیون ډالر ورکوي.
    f. نو که اوس یې اشرف غني هم د حکمتیار په شان د یو ملي ستراتیژیک هدف لپاره له ځان سره نیسي، فکر کوم افغانان باید دا د ذهرو ګوټ د یو لوی ملي ستراتیژیک هدف د حصول لپاره ومني. البته ټول ځوانان او مشران باید د نظام د سمون او اصلاح لپاره بیا له ډاکتر صیب غني سره ملګري شي. فکر کوم د دوستم رول به بیا ډیر کم او سمبولیک وي که ډیر هم وي د رایو په تناسب به یې وي.
    g. له بلې خوا جنرال دوستم پخپله وایي چې تر مارشال فهیم یې اخلاق، تقوا او افغانستان ته وفاداري زیاته ده. پخوا یې هم دا باور و چې بې له پښتون لیډرشپ څخه افغانستان نشي ارامیدای او اوس هم. خو مارشال فهیم او نظار شورا چې کرزی صیب یې ځانونو لپاره سمبولیک سرپوښ پیدا کړی دی، د پښتنو په شمول بل هیڅوک نه زغمي.
    10) په بهرنۍ برخه کې هم جنرال دوستم تر فهیم کم خطرناک نه دی: مارشال صیب د روس او ایران سره نژدې دی چې دواړه هیوادونه د افغانستان او خصوصا پښتنو پر ضد بد عزایم لري. دوستم له ترکانو سره نژدې دی چې ترکیه په افغانستان کې له ټولو قومونو او د حکمتیار او طالبانو په شمول له تولو افغاني اړخونو سره ښې اړیکې پالي.
    11) نو نتیجه دا شوه چې سره لدې چې ډاکتر اشرف غني د خپل دوهم مرستیال په توګه د جنرال دوستم په ټاکلو له انتقاد سره مخ کیدای شي، خو پښتانه او افغانان باید دا د یو لوی هدف د حصول په خاطر یو مجبوریت وګڼي او دا ومني چې تر کرزي صیب او مارشال فهیم د دوام په نسبت دا کار ګټور دي او د راتلونکو اصلاحاتو او سمونونو لپاره لار اواروي.
    د افغانستان او افغانانو د هراړخیز بري په هیله

  6. محترم صمیم صاحب نظریات دی جالب دی. ما چی کله عنوان ولوست فکر می وکړ چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی او دوستم د یوځای کیدو مثبت او منفی اړخونه به څیړی او قضاوت به لوستونکو ته پریږدی اما کله می چی لیکنه تر پایه ولوسته نو پوه شوم چی داسی نده. کوښښ مو کړی ډاکټر صاحب هم د نورو سیاستوالو سره په یو قطار کی ودروی او د هغوی نه یی بیل ونه بولی حال دا چی د افغانستان د پوه قشر تمه دا وه چه ډاکټر صاحب د نړی د وتلو متفکرین څخه دی او د نورو سره توپیر لری. زه ستاسو پر استدلال نیوکه نکوم او تایدوم یی هم نه صرف اخری خبره چی د نتیجه ګیری په شکل مو کړی ورسره موافق یم او هغه مجبوریت دی. هو ډاکټر صاحب د مجبوریت پر اساس دا ټیم جوړ کړی خدای د وکړی د کرزی صاحب په شان پنځه کاله ټول په مجبوریت کی تیر نکړی پیل خو یی ستاسو په خبری په مجبوریت وشو. کرزی صاحب هم مجبور وو او دی ډاکټر صاحب هم د مجبوریت سیاست پیل کړو نو فرق یی څه شو بیا خو فکر کوم د کرزی صاحب د حکومت د تمدید غوښتنه پر ځای وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *