تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د طالبانو د شمېر په اړه د سیګار راپور له مبالغې ډک دی او حقیقت نه لري.
سیګار ویلي وو، امریکا ته به په افغانستان کې د سولې له هوکړې وروسته د ۸۰ زره طالب جنګیالیو ادغام مجدد له مصرف او مشکلاتو ډکه پروسه وي.
خو اوس د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تاند ته په خبرو کې ویلي، طالبان دقیقه شمېره نه لري، خو دا ډله دومه نه ده او د سیګار هغه راپور هم چې د طالبانو شمېر یې اتیا زره ښودلی دقیق نه دی.
ښاغلي صدیقي همدا راز ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو کې کوم تازه پرمختګ نه دی شوی.
د نوموړي په خبره افغان دولت لا هم په اوږدمهاله اوربند ټینګار کوي، خو طالبان لا هم اوږدمهاله یا لنډ مهاله اوربند ته تیار نه دي