خبریال: ابوبکر جبارخېل: – د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو پر اساس د پاکستان د حکومت په غوښتنه ولسمشر حامد کرزی به د سې شنبې ورځ هم په پاکستان کې له چارواکو سره په لیده کاته تیره کړي.

پاکستان ته د کرزي او ملګري پلاوي یو ورځنی رسمي سفر د دغه هیواد د لومړي وزیر میا نوازشریف په غوښتنه د خبرو د دوام لپاره یوه ورځ نور هم وغځول شو.

سرچینه وايي ولسمشر کرزي، پرون له میا نواز شریف سره وکتل او دواړو لوریو د سولی د بهیر، له تروریزم، افراطیت او ګډو امنیتي ګواښونو سره د جدي مبارزې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په باب خبرې وکړي.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته په یوه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

ولسمشر کرزي وویل افغانان د پاکستان له نوي حکومت  څخه تمه  لري،  چې د افغانستان د سولې په پروسه کې اسانتیاوې رامنځته او د سولې د عالي شورا او د طالبانو  ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړي.

کرزي زیاته کړه: (( موږ په خپلو مذاکراتو کې د خپلو ګډو امنیتي ګواښونو او د هغو پر وړاندې د جدي تدبیرونو د نیولو او د سولې په اړه د افغانانو د هیلې په باب له یو بل سره خبرې وکړې، زه دا ځل په دې امید پاکستان ته راغلی یم، چې د تروریزم پرخلاف د مبارزې او د سولې د ټینګښت لپاره د دواړو هیوادونو لخوا په یوه مشخص او هر اړخیز عملي پلان باندې کار وشي او له مخې یې د تروریزم او افراطیت پرخلاف ګډه مبارزه  په لاره واچول شي.))

همداراز میانواز شریفوویل: (( زموږ امنیت او ښه راتلونکې له افغانستان سره تړلی دی، یو باثباته، با امنه او یو موټی افغانستان د پاکستان لپاره ډیر مهم دی، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې څخه په صداقت او قوت سره ملاتړ کوي، زما حکومت ژمنه لري چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې لا ژورې او پراخې شي او د دغو اړیکو تمرکز به په اقتصادي او سوداګریز چارو باندې وي.))

همداراز د افغانستان او پاکستان د مالیې چارو وزیرانو ډاکتر حضرت عمر زاخېوال او اسحاق ډار ترمنځ د دواړو هیوادونو د مشرانو په حضور کې د یو شمیر اقتصادي پروژو او همکاریو د پراختیا سند هم لاسلیک شو.

د دغه سند  له مخې به افغانستان او پاکستان په ګډه د کونړ د سیند د پاسه د بریښنا بند جوړوي چی له بشپړیدو  وروسته به دواړه هیواد ونه د دغه بند له برېښنا څخه ګټه اخلي.

همدا راز د دغه سند له مخې به  د چمن – کندهار او پیښور – جلال آباد ترمنځ د اوسپنې پټلی د غځولو چارې ګړندۍ شي او د سند پر اساس  به پاکستان په افغانستان کې خپلې ټولې نا بشپړې پروژې بشپړوي چې د تورخم – جلال آباد د دوهم سړک د چارو بشپړول هم په کې شامل دي.

همدارانګه افغانستان به له تاجکستان او قرغزستان څخه د خپلې خاورې له لارې پاکستان ته د برېښنا د مزو د غځولو او منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګریز توکو د لیږد لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

دا راز د دغه سند له مخې به له پیښور څخه تر کابله پورې موټر وې امتداد پیدا کړي  او د دواړو هیوادونو د سوداګرو ټرانزیتي او ترانسپورټي  ستونزې به  په دوه اوونیو کې حل شي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *