تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دوی نن د میران په ۶مې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو شمېر ۹ اعشاریه ۶۶ میلیونه اټکل کړی دی، خو د رایه اچونې د پروسې د ګډونوالو شمېر به د ټاکنو د ورځې په وروستیو کې اعلان کړي.
کمېسیون وایي، د رایه ورکوونکي لپاره د رایه ورکولو تر ټولو لومړی شرط دا دی چې په کوم مرکز کې یې نوملیکنه کړې ده، په همغه مرکز کې به یې نوم د رایه ورکوونکو لیست کې چیک کېږي او بیا به د رایې ورکولو نورو پړاوونو ته داخلېږي.
دغه راز به د رایو د امنیت لپاره لومړی سټیکر شوې تذکیره چیک کېږي، ورپسې د دواړو لاسونو غټې ګوتې بایومتریک کېږي، بیا به د بایومتریک لخوا پرینډ شوی د رایه ورکوونکي سیریال نمبر د رایې پاڼې پر شا لیکل کېږي، ورپسې به د رایه ورکوونکي د تذکیرې او څېرې انځورونه اخیستل کېږي، له هغې وروسته به رایه صندوق ته غورځي، چې د ټاکنو کمېسیون د مسوولانو په وینا د پراخو درغلیو مخه به ورسره ونیول شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی مولانا عبدالله وايي، د رایې اچونې ټول مرکزونه به د سهار اووه بجو څخه تر ماسپښین ۳ بجو پورې خلاص وي او تر پنځو بجو پورې به د رایې شمېرنې پروسه بشپړېږي او مرکزي ډیټا بېس سره به په انلاین او افلاین ډول وسل شوي بایومتریک دستګاوې په اتومات ډول نتایج استوي.