تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ټاکنو د کمېسیون د دارلاانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ وایي، شاوخوا ۲۶۵ کورنیو او نړیوالو بنسټونو ته یې د ټاکنو د څار جوازونه ورکړي دي چې ۱۴۴ زره کسان به د ټاکنو د پروسې څارنه وکړي.
د څارونکو په لیست کې ۳۰ زره کسان د ټاکنیزو بنسټونو اړوند کېږي او پاتې یې د ولسمشرۍ د نوماندانو، نړیوالو بنسټونو او رسنیو کسان دي.
د تر ټولو زیات ۳۰ زره څارونکي د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې پورې تړلي دي ورپسې تر ټولو زیات څارونکي د محمد اشرف غني دي چې د ټاکنو د پروسې څارنه به وکړي.
خو پر ټاکنو د څار بنسټ اجرائیوي رئیس حبیب الله شینواری وايي، سږنیو ټاکنو کې نړیوال څارونکي دا وار ټاکنو کې په نشت حساب دي.
د ده په خبره کمېسیون دا ځل هغو نړیوالو بنسټونو ته جوازونه سپارلي دي چې په افغانستان کې د څار لپاره هیڅ برنامه نه لري او نابلده دي.