تاند، شنبه، د میزان ۶مه: د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیر نن شنبه سهار اووه بجې د میزان په ۶مه رسما پیل شو.

لومړنۍ رایه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ او ورسره د کمېسیون نورو کمېشنرانو د کابل زرغونې انا په لیسه کې وکاروله.

هوا علم نورستانۍ د ټاکنو په روڼتیا او اعتبار ټینګار وکړ او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

ولسمشر غني د اماني لیسه او عبدالله عبدالله په نادریې لېسه کې رایې کاروي.

خو په ځینو ولایتونو او مرکزونو کې د اووه نیمو بجو پورې لا رایه اچونه نه ده پيل شوې.

لیدل کېږي چې د ډیر مرکزونو مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *