تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی نن ناوخته چین ته په څلور ورځني سفر بېجنګ (پیکینګ) ته روان شو.

ولسمشر احمدزی به د چین د ولسمشر جینګ پینګ په رسمي بلنه په دې سفر کې د ولسمشر تر څنګ د دغه هیواد له صدراعظم او د پارلمان له ريیس سره هم جلا جلا وګوري.

همداراز به د دواړو ولسمشرانو په حضور کې به د افغانستان او چین د همکارۍ څو موافقې لاسلیک شي.

ښاغلی احمدزی به د چین ولسي جمهوریت ته د خپل دې څلور ورځني رسمي سفر په لړ کې د افغان او چینایي پانګوالو او سوداګرو په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي او د دغه هېواد ستر صنعتي تاسیسات او بنسټونه به هم له نژدې وویني.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی به همدا راز د بیجینګ ښار په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړي او په یوه ګردي میزکې به له یو شمېر کارپوهانو سره د چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په باب خبرې وکړي.

د افغانستان له له ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د ملي اقتصاد په چاروکې د ولسمشر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست حضرت عمر زاخیلوال، د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست محمد شاکر کارګر، د چارو د ادرې لوی رئیس او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی، د ملي شورا ځيني غړي او یو شمېر ملي سوداګر ملګرتیا کوي.

One thought on “ولسمشر احمدزی له یوه پلاوي سره چین ته روان شو”

ځواب دلته پرېږدئ