تاند: ولسمشر د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ته د ستر جنرالۍ فوق العاده رتبه ورکړه.
په دې اړه د ولسمشر په فرمان کې ښاغلی خالد ملي نوامیسو ته وفادار سرتېری بلل شوی او د دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو او لاسته راوړنو له کبله یې هڅې ستایل شوي دي.
په فرمان کې راغلي چې ولسمشر ښاغلي خالد ته د ډګر جنرالۍ ورکړې رتبه لغوه کوي او په بدل کې یې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نوموړي ته د ستر جنرالۍ فوق العاده رتبه اعطا کوي.
اسدالله خالد دفاع وزارت ته په راتګ سره د سر ورکوو سنګر نه ورکوو شعار په سر یې وهو سنګر یې نیسو بدل کړ.
د نوموړي په دوره کې د طالبانو تر ټولو زیات زندانونه په شپنیو چاپو کې مات کړای شول او دغه راز له ۵ سوو څخه زیات طالب قومندانان هم تر اوسه وژل شوي دي.
نوموړی تر دې وړاندې د غزني والي او د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس هم پاتې شوی چې په یو ځانمرګي برید کې د ټپي کېدو له کبله دوه کاله په امریکا کې تر تداوۍ لاندې و.