تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي نن وویل چې د کابل ښار ټولې ناپلاني سیمې به پر پلاني سیمو بدلې کړي.

ښاغلي غني نن د کابل ښاروالۍ له چارواکواو د مدني ټولنې له غړیو سره د ښاروال د ټاکلو د څرنګوالي، ښاري نظم، ښاري ماسترپلان او د ښار د ساتنې او نظافت په اړه په یوه غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوې وه، خبرې وکړې.

ولسمشر د غونډې د برخوالو، چې شمېر یې ۳۰۰ تنو ته رسېده، وړاندیزونه واورېدل، ویې ویل چې د کابل ښار د وضعیت ښه کېدا یوازې د حکومت مسوولیت نه دی، بلکې د خلکو او خلکومت ګډه دنده ده.

ده وویل:«زه د کابل ښار له حاله نارضه یم، دا وضعیت دوام نه شي کولی. ښاروالي باید یوه خدمتګاره اداره واوسي نه امپراتوري چې د ښاریانو په وړاندې خپل مسوولیتونه سم نه شي اجرا کولی.»

ده دا هم وویل چې له ښاروالۍ حساب غواړي.

1د کابل ښار ډېرې سیمې، چې تفریحي پارکونو او سپورتي ځایونو ته وقف وې یا په دولت پورې اړوندې وې، په تېرو ۱۳ کلونو کې زورواکانو غضب کړي او د کرزي حکومت قوالې ورکړي دي.

ولسمشر احمدزي همدې مسلې ته په اشارې وویل:«ښاري قوانین او مقررات د زورواکانو له لوري رعایت شوي نه دي بناً هیڅ اغېز یې نه درلوده نو اوس پکار ده چې کابل ښاروالي څرګند اجرايي او تنفیذي صلاحیتونه ولري.»

ده تاکید وکاوه چې نور به د شېرپور په شان پروژې تکرار نه شي.

شېرپور، چې یو شمېر خلک یې شېرچور بولي، د حکومت د چارواکو او د هغو د نژدې زورواکو له لوري په خپل منځ کې ووېشل شو او حتي هغه معمولي بیه، چې د دې سیمې د مځکو د قوالې (قبالې) د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې وه، هم ډېرو دولت ته ورنه کړه.

ده د غونډې له ټولو برخوالو وغوښتل د نړۍ د نورو ښارونو د ماډلونو مقایسوي څېړنه وکړي او بیا د کابل ښار د بنیادي ښه والي لپاره عیني واقعیتونو ته په پام جامع وړاندیز وکړي.

2 thoughts on “ولسمشر اشرف غني وايي چې د کابل ښار له وضعیته ناراض دی”
  1. زما په نظر که د کابل ښار ماستر پلان له سره وڅیړل شی او د لارو ، سرکونو، کورونو ، بازارونو او کورنو ، دولتی ودانیو او سفارتونو ، کانالیزاسیون او د پاکو اوبو منابعو د پاک ساتلو په باب له سره فکر وشی. د کابل ښار په شاوخوا یو مدرن سرک چی هیواد وال وکولای شی په آسانی سره له ولایتونو نه کابل ښار ته او یا له یوه ولایته بل ولایت ته د کابل ښار له یوی څنډی تیر شی، د ښار په مرکزی برخه کی د بسونو لوی او مرکزی تمځای جوړ شی چی هیواد وال په آسانی سره د ښار نورو برخو او د هیواد نورو برخو ته سفر وکړی.
    له بلی خوا که د خوراکی موادو او نورو ضروری شیانو دکانونه او بازارونه د ښار هری خوا ته جوړ شی تر څو د ښار منځ کی له ډیر ازدحام نه جلوګیری وشی.
    له بلی خوا زمونږ زیات شمیر ښاریان له بایسکل نه استفاده کوی چی دا له هر لحاظه يو ښه کار دی . د ښار هوا نه ککړیږی او چلونکی یی د ښه صحت لرونکی وی. اما د دوی لپاره مستقلی لاری نشته ، د هغوی ژوند هره لحظه له خطر سره مخامخ وی او له بلی خوا موتوریزه ترانسپورت ته مزاحمت کوی . که پلی خلکو او بایسکل سپرو ته مخصوصی لاری جوړی شی ، ښاریانو ته به لوی خدمت وی.

  2. Karzai was very good in donating public properties to war lords. His brother Mahmoud Karzai purchased the land for Aeno Mena in Kandahar for pennies per Jarib.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *