تاند- ولسمشر محمد اشرف غني افغان فوټو ژورنالیست نجیب الله مسافر، چې په ۶ میاشتې بند محکوم شوی و، وباخښه.
مسافر، چې په غیاب کې د محکمې له لوري محکوم شوی و، درې اوونۍ مخکې ونیول شو او د پلچرخي ته واستول شو.
د ښاغلي مسافر په بندي توب د رسنیو ملاتړو ټولنو اندېښنه ښکاره کړه.
مسافر د محکمې له لوري په دې خاطر محکوم شو چې په غازي لوبغالي کې یې د نجونو د باسکټبال د مسابقې عکاسي کړې وه او د ده له لوري له اخیستل شویو فلمونو او عکسونو څخه د یوې مخابراتي کمپنۍ په اعلان کې کار اخیستل شوی و.
خو د رسنیو د ملاتړ د یوې ټولنې (نی) مشر صدیق الله توحیدي وايي چې مسافر د مسابقې عکسونه د تبلیغاتو لپاره نه بلکې د خبر د خپرولو لپاره اخیستي ول.
د نجیب الله مسافر د بخښنې په اړه د ولسمشر غني په حکم کې ویل چې د نوموړي د قید پاتې موده بخښل شوې ده.
د مسافر کورنۍ اوس انتظار ده چې عزیز یې له محبسه ووځي.