تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي امنیت د چارواکو په بدلولو رابدولو نه سمېږي بلکې طرحې او واحد نظر ته اړتیا ده.

ولسمشر غني دا خبره نن په ارګ کې د مشرانو جرګې د زابل، غور، هرات، نیمروز، بادغیس، کندهار، پکتیا، کونړ، کاپیسا، اورزګان، فراه، لوګر، نورستان، ننګرهار، غزني، پکتیکا، هلمند، کابل، بلخ او لغمان ولایتونو له استازو سره په کتنه کې وکړې.

په دې غونډه کې سناتورانو په خپلو ولایتونو کې د امنیت، سولې، پوهنې، اداري فساد، د بندونو او سړکونو د جوړونې، د څښاک اوبو، د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنيوي، روغتیا او برېښنا په برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې له ولسمشر غني سره شريکې کړې.

ولسمشر غني د سناتورانو د څرګندونو له اورېدو وروسته د پکتیکا د یحیا خېلو پر ناورین د غمرازۍ د څرګندولو په څنګ کې وویل د افغانستان ټول خلک له یو ډول امنیتي ستونزې سره مخامخ دي او د دغې ستونزې د حل لپاره یو واحد نظر ته اړتیا ده.

ده وویل:« د امنیت د ټينګښت په برخه کې مو پنځو ولایتونو یعنې کندز، غزني، بادغیس، هلمند او ننګرهار ته لومړيتوب ورکړی دی او د امنیت د ټينګښت لپاره طرحې ته اړتیا لرو، نه د افرادو بدلون ته.»

ولسمشر غني دا هم وویل، د سولې د ټينګښت په برخه کې ولس باید مهم رول ولوبوي او په دې اړوند باید په اصولو برابر او په ډېر احتیاط سره ګام اوچت شي.

4 thoughts on “ولسمشر: امنیت د چارواکو په بدلولو رابدلولو نه سمېږي”
  1. محترم ريس صاحب جمهورفرمایلی.
    –امنيت دچارواکوپه بدلولو او را بدلولو نه سميږی.
    بل ځای محترم ريس صاحب جمهور فرمايلی.
    –دامنيت دټينګشت دپاره طرحی ته اړتيالرو.
    زه دمحترم ريس صآحب جمهور دخبرو سره هم موافق اوهم موافق نه يم.
    زما دنه موفقيت علت دا دی چه کار واهل کارته سپارل پکاردی.دکار دپاره دمسلکي خلکو ټاکل حتمي او ضروری دی.دکار دشه والی دپاره انظباط ,دسپلين سالمه سوق او اداره ,او دومداره مساعی مشترکه .په کار ده . دا کار څوک کولی شی هغه څوک چه تجربه,تحصيل پاک لاسونه او دوطن سره مينه ولری.همدوره بس دی ډير به نه پری زغيزو.
    — دطرحی په هکله بايد عرض وکړم.
    دسالمی طرحی وړاندی کول زما دپاره اسانه ده مګر ددی کاغذ په مخه دطرحی وراندی کول دمحرمو اسرارو افشا کول دی او ددشمن سره دخدای په جات کمک او همکاری کول دی.
    داچه نن په افغانستان کی کاملاء استخباراتی جنګ روان دی .
    ددی طرحی جوړول داستخباراتی کار پوهانو او تجربه لرونکو،مسلکی غړو پوري تعلق لری.مګر وطن پرست او با تجربه کارمندانو ته ضرورت شته.
    چون دا يواځي دریس جمهور وطن او وظيفه نه ده خوک چه ځانته افغان وائ په دی لار کي مسوليت لرې .

    دا چه ما خپل مسوليت درکړي او په دی لار کی تجربه لرم حاضريم چه اروپا دوطن دخدمت دپاره خوشي دسر او وينو په قربانۍ سره خپل تاريخي رسآلت آنجام کړم.

    په خورا احترام او درناوي جنرال حبيب الله جلالزوي.

  2. متل ده ! چه زور تیز شی عقل هیر شی
    دلاسه دونشوه چه څوک بدل کړی ډیری ښی ښی طرحی وی او شته طرحی څوک عملی کوی ؟ دغه ناست افراد ولی نه عملی کیږی اساسیاو بنیادی علتونه دولټول شی

  3. دروند پیټی چه دچا پر اوږو وی ایا هغه منزل ته رسیږی؟
    ۱-که منزل ته ورسیږی خومله ماتونکی پیټی به ویکله چه ستا مله ماته شوه نو یو عادی زخمی کس شوی څان به منزل ته نشی رسولی ما به څنګه ورسوی
    ۲-کله چه دروند پیټی در په غاړه شو اول دڅان توان او طاقت وګوره چه زه دغه پیټی وړلی شم او کنه که دوړلی شو ښه ده یویی سه او که دوړلی نشو بیا یی کوز کړه
    ۳- ددغه بد حالت سره اوس مخامخ یو نه یی وړلی شم او نهیی کوزولی شم
    ۴- څه کولی شو او څه پکار دی ؟
    ۵- زما په اند دوران ویجاړ حالت په لور روان یو په کور دننه مو پرادی سر پر ستان وټاکل ایا پرادی خپل شویدی ؟ ایا په کور باندی به تراحم وکړی
    ۶- ددی پرادیو دسر پرستی نه ستړی یو میعاد یی هم پوره ده ایا موږ دخپل اصلی مشر هیله لرلی شو؟
    ۷ – ډیر خفه یم (خدایه څه به کیږی تاته سوال کوم پر موږ خوارو غریبو بیپیسو او بی واسطو غریبو او مظلومو ورحمیږی) امین

  4. دډاکتر صیب له موقع نه په استفادی اوس دپخوانه هم زیات متحداو یوه خوله شول دوی وپوهیدل چه نور موږ نه یو اوس دهری وسیلی نه په استفاده څانونه کلکوی متل ده چه وای!
    مار دزخمی کړ او مړ دنه کړ اوس به دحتمی چیچی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *