تاند- سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ۱۰۰۰ نورو افغان ترجمانانو ته د امریکا د وېزو د ورکولو طرحه توشیح کړه.

دا طرحه مخکې د امریکا د کانګریس دواړو جرګو (د استازو جرګې او د مشرانو جرګې) تصویب کړې وه او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري یې هرکلی کړی و.

تراوسه پوري تر زرو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړیو ته د امریکا وېزه ورکړای شوې ده. او د ۲۰۱۴ په مالي کال کې د امریکا حکومت ۳ زره افغانانو ته، چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځ سره کار کړی دی، وېزې ورکړي دي.په دې کسانو کې د اصلي تقاضا کوونکو تر ۲۱ کلونو کشر ماشومان او مېرمنې شاملېږي.

د ولسمشر اوباما له لوري د وروستۍ طرحې تصویب د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ته واک ورکوي چې نورو افغانانو ته، چې د امریکا د وېزې مستحق دي، وېزې صادرې کړي.

0 thoughts on “ولسمشر اوباما افغان ترجمانانو ته د وېزو د ورکولو طرحه توشیح کړه”
  1. Dear sir i allready appl
    Yed for Nvcsiv but i did not see any result i worked with nato three years now i want to go usa

  2. اوس معلومه شوه چی امریکاییان په دوستی او ملګرتیا کی کلک ولاړ دی او هغوی ته چی واقعا ژوند یی په خطر کی دی ، پناه ورکوی. که څه هم د ترجمانانو کمبود به زمونږ لپاره یوه ضایعه وی خو لږترلږه د هغوی او کورنیو ژوند خو به یی خوندی شی.
    روسانو خو خپل ملګری د توری بلا په خوله کی ورکړل او کوم کسان چی په ډیر زحمت او کړاو یی تر روسیی ځانونه رسولی ول له سختو مشکلاتو او کړاونو سره مخ شول. حتی ببرک کارمل، محمود بریالی او اسلم وطن جار هم د دوی له لاسه ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *