ولسمشر غني

تاند- ولسمشر غني نن وویل چې د کابینې غړي به ژر اعلان کړي، په نوې کابینه کې به د څلورو ښځو په ګډون نوې څېرې شاملې وي او په تدریجي ډول به وزیران د تایید لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

ولسمشرغني په عین حال کې وویل چې یو شمېر کلیدي وزیران به د لندن تر کنفرانس وروسته مودې پوري سرپرست وزیران پاتې شي.

ولسمشر غني، چې له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره په ګډه خبري غونډه کې ږغېده، په عین حال کې وویل چې له دې وروسته به اکثره معینان د سرپرستو وزیران په توګه د وزارتونو چارې پر مخ یوسي.

په همدې حال کې د ولسمشر غني او اجراییه ريیس عبدالله ویندویان وايي چې د کابینې د غړیو پر سر د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ اختلاف حل شوی دی.

د ولسمشر غني ویندوی نظیف الله سالارزي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ په شوې موافقه کې پر څلورو مسلو سلا شوې ده؛ د کابینې غړي باید نوې څېرې وي؛ څلور څوکۍ د ښځو لپاره ځانګړې وي، تخنیکي وزارتونو ته د مسلکي او وړو کسانو معرفي.

ولسمشر او اجرايي ريیس همداراز موافقه کړې چې په نوې کابینه کې به د کرزي د کابینې هیڅ وزیر برخه نه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د شوې موافقې هر کلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې نوماند وزیران ډېر ژر د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وپېژندل شي.

پرون د عبدالله عبدالله یوه ویندوی سید فاضل سانچارکي رسنیو ته ویلي و چې د کابینې پر سر د ولسمشر او اجرايي ريیس ترمنځ د نظر اختلاف کم شوی او ژر به د کابینې غړي معرفي کړي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څلورو ورځو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان د دولت یو جګپوړی پلاوی د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې د ګډون لپاره بریتانیا ته لاړ شي. ولسمشر او ورسره ملګری پلاوی به یې لندن ته تر رسېدو مخکې څلورو نورو هیوادونو ته لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *