تاند- د کابینې ټول غړي په دې خاطر سبا نه اعلانېږي چې ولسمشر او اجرايي ريیس یې پر دې اختلاف لري چې د کورنیو چارو وزیر څوک وي.
مخکي ویل شوي و چې سبا /چهارشنبه/ به د کابینې غړي اعلان شي.
ولسمشر اشرف غني د عبدالله عبدالله له لوري د کورنیو چارو د وزیر په توګه د فضل احمد معنوي او عارف سروري له نومونې سره مخالفت کړی او ویل شوي چې عبدالله اوس غواړي چې بل څوک دغه وزارت ته ونوموي.
ویل شوي چې ولسمشر، فضل احمد معنوي د کورنیو چارو د وزارت لپاره وړ نه دی بللی او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزیر باید مسلکي او د لوړو زده کړو خاوند وي.
ویل شوي چې ممکن سبا ۷ وزیران او دغه راز د ملي امنیت ريیس اعلان او ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.
راپورونه وايي چې د معنوي له ردېدا وروسته عبدالله عبدالله د کورنیو چارو د وزارت لپاره انجنیرعارف سروري د کورنیو چارو د وزیر په توګه وړاندیز کړ خو نوموړی هم د ولسمشر اشرف غني له لوري نه دی منل شوی.
د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له موافقې سره سم د امنیتي او مالي چارو وزیران باید د دواړو خواوو په موافقه وي یعني هر یو کولی شي د بل وړاندیز رد کړي خو د نورو وزیرانو په برخه کې دا شرط نه دی اېښودل شوی.
له تایید شویو راپورونو سره سم دواړو خواوو په دې وزیرانو موافقه کړې ده:
سترجنرال شېرمحمد کریمي دفاع وزیر، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر، انجنیر درانی د کلیو د پراختیا او بیارغاونې وزیر، فیض الله ذکي د اطلاعاتو او کلتور وزیر، سردار احمد رحیمي د سوداګرۍ وزیر، او رحمت الله نبیل د ملي امنیت ريیس.
مخکې ویل شوي و چې جیلاني پوپل به د مالیې وزیر وي خو داسي ګومان کېږي چې عبدالله عبدالله له ښاغلي پوپل سره مخالفت کړی وي.
Salamoonah,
Ulusmashr sahb! taso kho wayli wo che d pakhwanyo mofsedino, ghayr-e mesleki aw kkatelino na ba tszok pa nawe kabinah ki na vi, no d rabanigak che d sulhe shora ki yi tsza ghol karry aw koom huquq-e siyasi yi wayli ?; ma`navi na manavi kho ttol pejany che ttolttakano ki yi tsza ghol karry wo??.av be-maslaka ham dey.
Genral sher m. karimi ham 4-5 kala pakistany rokettonu ta khpala ko.. arrawaly wa!! d pokistany loy-drast-ttiez na de zdah krry! che be-ejaze rasen d narriy 2. motafekkir sakha werzi! aw gottszanddana h ham kawi.
Mutafakkir saab! hagha zaher Tantanahyi che d afghanistan pa milliono budejah pa N.Y. ki pa A`yasheyo masrafavi aw dwah- touta Kaar yi d afghanistan pa baab UN ki na dey karry , ham jartrjarah d panjsher d kqazi pa heys tebdil krray!!! a.d.n.=etc….
And security powers ghayr-e ciasy krray!. ve minALLAH-e tevfieyq
افغانستان دټولو افغانانو کور دی.زمونږ وطن دولایاتو،ولسوالیو اوعلاقه داریو اوپه هغه کیداوسیدونکو وګړوڅخه تشکیل دی.دافغانستان وګړو په ټاکنو کی ددی لپاره ګډون وکړ،چه داساسی قانون سره سم ددوی حقوق خوندی شی.دهیواد ټاکل شوی جمهور رییس او په زورتپل شوی عیرقانونی اجرایه رییس باید دټولو ولایاتو اوولسوالیو اوحتی نورو کوچنی اداری واحدونو حقوق ورکړی.داکترعبدالله ته په کار ده چه دپنجشیر دعلاقه داری رابهر شی او دنورو ولایاتو حقوق هم په پام کی ونیسی. هرډول داسی اقدام چه یوازی دپنجشیر علاقه داری څخه وزیران او نور لوړ رتبه کسان مقررول وی نور هیچا ته دمنلو وړ نه ده. ټولو ته څرکنده ده چه که دمسلکی لحاظ وی که تجربه اوصداقت او هر بل ډول معیار،نوپه افغانانو کی شتون لری، دهغه څخه باید استفاده وشی.
غیر مسلکی کسان ،بدنام اورشوتخواره او دعامه شتمنیو غاصبین باید هیڅکله هم امنیتی وزارتونو ته ونه ټاکل شی.
وزارت داخله ،امنیت دولتی او دکورنیو چارو وزارت باید ډیر ژر دیوی ولسوالی دکنترول اومالکیت څخه وایستل شی تر څو په وطن کی سوله تامین شی.
داجرايوي ريس ته
ستا بزركواري او كوجنيتوب،. ، ستا شخصيت ديو شخص به توكه ستا ملي سياست ديو ملي سياست مدار به توكه دنطفي أويا ووايم دشروع دكار خخه معلو ميزي او ثابته دي كره جه زه افغان نه بلكه ديوي كوجني منطقي ديوي وري دلي أرز وكأني به خاي كوم نه دتول ملت.
ستا شلكي ديوه ناقص انسان جه هغه مشهور ترين قاتل ، غل،رشوتخور(فضل احمد معنوي) خخه بيخايه طرفداري هغه هم ديو وزير به توكه تأكل دي.
ددي خخه معلوميزي جه به اينده كي به بوجي يوه خنده ستا به لاس او بله خنده به دمعنوي به لاس وي بوجي كاني به دكوي او خارجي بانكوته به ءي انتقال وي. عياشي شراب خوري شايسته نجوني به وي او تاسي وا به جان ملت بيجاره افغانستان كه به دست همجو اشخاص أهل ننك وناموس وأهل كار افتده اند.
Nabail is nor professional nether new face,
so hopefully he will not nominate as NDS director.
د دفاع پر وزیر کریمی خو خدای خبر چی ټل ووهل شی. پکار وه چی یو جدی کس همدغه چوکۍ ته نومول شوی وای چی په دفاع وزارت کی یی ژور بدلون راوستی وای.
زه د ولسمشر غني دریځ په ځای ګڼم. معنوي په هیڅ صورت د داخلې وزارت ته مناسب شخص نه دی او نه به وي.
د سترجنرال کریمي په شان دې مسلکي شخص داخله وزارت ته هم معرفي شي. کریم مسلکي او ارکان حرب دی فکر کوم په نظامی بحش کی به د دوی په شان تجربه کار او د لوړو زده کړو نظامی ونه لرو.
نبیل هم که هر چا غوره کړی وي ما ته مناسب او په کار پوی ښکاري
نور نه پیژنم
زه اوس پوه شوم چی افغانستان واقعا له قحط الرجال سره مخامخ دی. د باندینیو چارو وزارت د یوه هیواد د باندینیو چارو سیاست لپاره دومره مهم دی چی د مراتبو د سلسلی په چوکاټ کی له جمهور رییس ، د هغه لومړی مرستیال نه وروسته دریم مقام دی. زمونږ د هیواد ټول روابط او اړیکی له نړۍ سره د همدی وزارت له خوا رهبری، سازمان او مخ ته بوول کیږی.
څنګه کیدای شی یو انسان چی نه مسلکی پوهه او تحصیل ولری ، نه یی د دولت په چوکاټ کی رسمی ماموریت او وظیفه اجراکړی وی نه یی کوم بل کمال او نبوغ معلوم وی ، داسی یو مهم ارګان ته منسوب شی. که د صلاح الدین پلار کوم خدمت د مظلوم هیواد ته کړی وی نن به یی زوی هم وکړی. د ربانی د واکمنی په وخت کی زمونږ ملی اردو له منځه لاړه ، د کابل ښار په کنډوالی بدل شو، تر 70000 زرو زیات د کابل ښاریان شهیدان او ټپیان شول ، په میلیونونو نور پاکستان او نورو هیوادونو ته مهاجر شول، او بیا یی د هیواد د ولسمشری څوکۍ د تاجکستان کولاب ته له ځان سره یووړه . د آریانا افغان هوایی شرکت الوتکه یی په مشهد کی په 35000 دالرو په ایرانی مقاماتو خرڅه کړه او پورتنی دالر یی په کانادا کی خپل شخصی حساب ته انتقال کړل. د هغه د وخت سفیرانو د هیواد ټول عواید په شخصی ډول مصرف کړل ټول هغه کسان یی په دیپلوماتیکو پوستونو کی مقرر کړل چی له دوی سره یی اړیکی لرلی . جمراد جمشید د مشهور ستمی زوی ، امان الله جیحون د ربانی بالکه، فاضل او نور کسان یی یادولی شو. د ربانی له زوی نه هم هیڅ د خدمت تمه او توقع نه شی کیدای. د یو تعمیر که بنسټ او تهداب کوږ کیښودل شی تر ثریا یا پیرونو پوری به دا تعمیر کوږ وی. مونږ به د ښاغلی کرزی د وخت په دو وزیرانو هریو ښاغلو سپنتا او زلمی رسول شکر وباسو. هیله ده چی زمونږد پارلمان د دواړو جرګو غړی د خپلو رایو ورکولو په وخت کی خپل ایمانی او افغانی مسوولیت ته متوجی اوسی.
نور شرمیږم چه په دغه ډول طفلانه بازیو څان ور ګډ کړم خو مهمه دا چه
اولس اوس څه وکړی ؟دوی پاکی رای نا پاکو اشخاصوته ورکړیدی ورڅ ئپه ورڅ نا اخوالی دقدرت دتقسیم په سر راولړیږی متل ده چه وای!
دوه کوچه په جنګ وو پښی دخواری میږی پکی ماتی شوی اوس دملت پښی هرو مرو ما تیږی
ګرانو لوستونګو عبدالله بیا هڅه کوی چی هغه غله خاینان او فاشیت قوم پرست سړی د وزیر د داخلی په توګه وټاکی معنوی یو زنا کار شرابی او غل سړی دی نو داسی کس تاسو او خدای د کورنیو چارو زارت ته وړ دی ای عبدالله الله پاک دی په داسی مرض اخته کړه چی سر وهی سر دی نه خلاصبږی او پښی وهی پښی ټول جاسوسان یا ست ما ډیر ښه پوست معنوی ته لیدلی باید په عمومی حمام پسی د اور لګولو چاری سمبال کړی تر اوسه پوری د انتخاباتو د کمیسون په موټر کښی ګرزی ولی یی حکومت نه تر اخلی او د معنوی نه یوه پوښتنه د هغی بلوچی ښځی قصه ځنګه وه هغه وخت چی صرف څارنوال فضل وی والله که دا د دوو بنو حکومت هم حکومت کړی هماغه زوړ ملاّ او زړی تراوی
غواړم پوه شم چې دا انجینر دورانی څوک دی نوم یې څه شی دی او اوس مهال چیرې دی چې د کلیو د بیا رغونې وزارت ته نوماند دی.
مننه