تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن (یکشنبه) د لوی اختر په مناسبت په وینا کې وویل، افغانستان ته سوله راځي خو بهرنیان د افغانستان د راتلونکې پرېکړه نه شي کولی.
ښاغلي غني بې له دې چې د کوم ځانګړي هیواد نوم واخلي، ظاهراً یې اشاره امریکا او پاکستان ته وه.
په وروستیو ورځو کې په یو شمېر راپورونو کې افشا شوه چې امریکا له طالبانو سره په قطر کې د خپلې موافقې د مسودې متن ارګ ته سپارلی او ولسمشر غني د موافقې له یو شمېر مواردو سره ژور اختلاف لري.
ښاغلي غني د اختر له لمانځه وروسته وویل«هر افغان سولې ته لېوال دی او سوله راځي، په دې کې باید هیڅ شک ونه شي. خو موږ داسې سوله غواړو چې د افغانانو عزت پکې خوندي وي. موږ داسې سوله نه غواړو چې د افغانانو عزت پکې نه وي، داسې سوله نه غواړو چې له کبله یې زموږ خلک د هیواد پرېښودو ته اړ شي.»
ده زیاته کړه«زموږ په راتلونکې په بهر کې پرېکړه نه شي کېدای، نه زموږ د دوستو هیوادونو په پلازمېنو کې څوک پرې پرېکړه کولی شي. د افغانستان پر راتلونکې به دلته په افغانستان کې پرېکړه کېږي.»
ده همداراز ټینګار وکړ چې د ولسمشرۍ انتخابات به په ټاکل شوې نېټه (د میزان۶) کېږي.
غني انتخابات د افغانستان د سولې لپاره مهم وبلل او ویې ویل، اوسنی حکومت په دې وروستي پړاو کې سختې پرېکړې نه شي کولی او باید خلک راتلونکي ولسمشر ته واک ورکړي چې د صلاحیت پر اساس لویې پرېکړې وکړي.
راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې په مسوده کې پر یو شمېر مواردو لکه دا چې طالبانو ته اسلامي امارت ویل شوي یا دا چې طالبان به له موافقې وروسته پر امریکایانو بریدونه نه کوي خو پر افغانانو به حملو ته دوام ورکوي، اعتراض لري.