تاند- (دوشنبه، د سنبلې ۱۱) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره په اصولو کې موافقې ته رسېدلی خو تر هغو چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د موافقې مسوده تایید کړې نه وي، جوړجاړی نشته.

خلیلزاد، چې پرون (یکشنبه) ماښام کابل ته راورسېد تراوسه له ولسمشر محمد اشرف غني سره دوه ځلې کتلي دي. په دوهمه کتنه کې یې اجراییه ريیس عبدالله عبدالله هم حاضر و.

راپورونه وايي چې خلیلزاد ولسمشر غني ته د هغې موافقې د مسودې متن ورښکاره کړ چې ده او طالبانو د قطر په نهم پړاو خبرو کې پرې سلا کړې ده.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد څخه وغوښتل چې د موافقې د متن پر جزییاتو له نورو مشرانو او سیاستوالو سره هم خبرې وکړي.

ده وروسته له پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو مخورو سره وکتل.

رویټرز خبري اژانس وايي، یوه لوېدیځ دیپلومات چې له موضوع خبر دی، ورته ویلي چې د افغانستان ولسمشر به د امریکا او طالبانو د موافقې د متن له لوستلو وروسته په ۴۸ ساعتونو کې خپل نظر له خلیلزاد سره شریک کړي.

خلیلزاد: په ۱۳۵ ورځو کې به د ځواکونو ایستل پیل شي

د خلیلزاد په وینا د دې موافقې پر اساس به تر ۵۰۰۰ ډېر امریکايي پوځیان د افغانستان له ۵ اډو څخه په ۱۳۵ ورځو کې ووځي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي نن (دوشنبه) افغان مشرانو ته وویل، امریکا به ۵۴۰۰ سرتېري له ۵ اډو څخه په ۲۰ اوونیو کې وباسي او له افغانستانه د ځواکونو تدریجي ایستل له طالبانو سره د امریکا د موافقې برخه ده.

د خلیلزاد د څرګندونو له مخې، امریکا د هغه څه خلاف چې ټرمپ تېره اوونۍ ویلي و، خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. خلیلزاد وویل، د ځواکونو ایستل او د اډو بندول به د موافقې له عملي کېدو وروسته په ۱۳۵ ورځو کې پیل شي.

نیویارک ټایمز وايي، که څه هم خلیلزاد د ټولو ځواکونو د ایستلو دقیق وخت ونه ښود خو لوېدیځو چارواکو مخکې ورته ویلي چې ټول ۱۴زره امریکايي پوځیان به ښايي په هغه صورت کې چې طالبان د موافقې شرطونه عملي کړي، په ۱۶ میاشتو کې ووځي.

د حکومت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته ویلي، هوکړه کې پر اتلس میاشتني انتقالي حکومت توافق شوی چې په ترڅ کې به یې طالبان نه خلع سلاح کېږي بلکې تر خپل کنټرول لاندې سیمې به ورسره وي.

سرچینه وايي، د هوکړې په اساس به د نظام د رهبري شورا هم له روحانیونو او د قومونو له استازو جوړېږي تر څو د دولت رئیس ته په مختلفو برخو کې مشورې ورکړي.

سرچینې ویلي، د دې هوکړې ضمانت به د چین او روسیې په شمول یو شمېر هیوادونه او همداراز نړیوال بنسټونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *