دا ځل ولسمشر ته د یو بېوزله خو هوښیار پلار خبره رسوم، چې په لاندې ډول ده. نامه او ځای ته یې ځکه پته نشته چې درد یې له زرګونو کورنیو سره ورته والی لري:

ولسمشره! د تېرو څو کلونو راهیسې مې نوی زلمکی زوی د سیمې له طالبانو سره ملګری او له هغوی سره ګرځي راګرځي. د لیسې په نهم ټولګي کې ؤ، ښه تکړه ؤ او ما هم ډېر امیدونه ورته لرل خو یو ناڅاپه د هلک فکر بدل شو. کله ما کافر بولي کله د کلي خلک او ملا او کله هم خپله مور کافره بولي.

له یوې خوا یې عمر او تنکي ځواني را ته درد راکوي چې له څڼورو سره ګرځي، کله د هغه طالب تر شا او کله هم د هغه بل طالب ترشا په موټر سایکل سپور وي. توپانچه، مخابره او چانټه خو یې په ځان پورې تړلې وي. له بلې خوا [په والله بالله] هره لحظه په همدې فکر کې یم چې اوس به یو غم را ته راوړي او اوس به مې په بدۍ اخته کوي… ځکه کشر هلک دی، مشران یې چې هر چا ته ور توش کړي په هېڅ هم نه بندېږي. مور خو یې سرټپ پرته او زه دا ګنګوسې هم اورم چې خلک وايي  چې اسدخان په دې [سره خوله] هلک پیسې ګټي!! وايي: چې پیسې نه وای نو ولې يې طالبانو ته استاوه حال دا چې زه همدا سوال کوم چې نور مو دې الله له بلا څخه په خیر خلاص کړي، ترڅو یې په خیر سره له شره خلاص شو.

ولسمشره! زه او زموږ خلک ټول په دې پوهېږي، چې د طالب مرکزونه په پاکستان کې دي او پاکستان د افغانستان ستر دښمن دی، د اسلام په نامه مو تبا کوي. زه مې خپل زوی ته عذر او زارۍ کوم چې د خدای پار دی. دا جهاد نه دی، مه موږ ته بدي راوړه او مه هم خلک ځوروه. خو بس هغه ما ته وايي ته نه پوهېږي!!

ولسمشره! څو ځله مې قصد وکړ چې خپل زوی پولیسو ته وسپارم، امنیت ته یې وسپارم. خو دا پولیس چې دلته ګورم په دې هم ډېر باوري نه یم، داسې نه چې په بل غم وا نه وړم. مور خو یې تل دا دعا کوي چې الله پاک یې دي بندي کړي بیا یې حکومت نه وژني!!

ولسشمره! زموږ په سیمه او ولایت کې ما ته ورته ډېر کسان په همدې غم اخته دي، تنکي زلمکیان یې د څڼورو لاس ته لوېدلي. زموږ په ولایت کې خو له څو تنو ماسوا نور ټول واړه هلکان دي. نو له تاسې څخه هیله کوم چې یو د خیر کار وکړئ. داسې خوندي ځای او روزنیز مرکز پلان کړئ چې موږ غوندې پلرونه په یو طریقې سره دا خپل اولادونه هملته واچوو، دغه هلکان او خام ځوانان تر یو وخته را و نشي وتلی. له وهلو، ځورولو خوندي وي او هم زده کړه وکړي.

که دا کار وکړئ په دې سره به مو له یوې خوا زرګونه زلمکیان له جګړې را ګرځولي وي او له بلې خوا به مو زرګونه کورنۍ له غم او درد څخه ژغورلي وي. موږ ستاسې د پلانونو او هڅو کلک ملاتړ کوو خو څه وکړو چې غاړې ته مو بلا را لوېدلې.

ستاسې د توجه په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *