ولسمشره!!!
له کومه وخته چې ستاسې د کانديدو خبرې روانې وې د نور هېواد ترڅنګ درته د هلمند مظلوم ولس هم خپلې هېلې وغوړولې، کله چې تاسې د ټاکنيزو مبارزو په وخت کې هلمند ته راغلاست نو تاسې د ولس پر وړاندې کلکه ژمنه وکړه چې د اداري فساد پر وړاندې لومړی پلټنه به په هلمند کې پيلووم.
د مظلوم ولس قدرمن مشره!!
همدغه د هلمند مظلوم ولس په پوره قربانیو چې دمرګ ګواښونه ورته وسول له خپلو کورونو راووتل او په خپله رايه يې ته د ارګ تر دېوالونو دننه کړې.
ولسمشره پوهېږو چې ته خپله هم د ارګ د څلورو دېوالونو ترمنځ په ګڼو ستونزو کې ښکېل يې، تا څوک اقدام کولو ته نه پريږدي، خو کومې ژمنې چې دې موږ سره کړې وې د هغو د پوره کولو توان درپکې شته.
کله چې تا د پخواني جمهور رئيس استازي سرپرستان اعلان کړل نو له هغه وروسته هلمند کې ځايي دولتي ادارې پراخ فساد(غصب ، رشوت ، له څوکۍ ناوړه ګټه اخیستنه) او چور پيل کړی دی، دوی نور دلته له خپل شتون څخه نا امیده او په همدې تمه دي چې نن به ځو سبا به ځو، ځکه خو يې فساد نور هم تاوجن کړی دی.
د قدر وړ ولسمشره!!
په هلمند کې امنيت خراب شو، د نشه يي توکو کاروبار خپل وروستي حد ته ورسېد، ځمکې تر دې حالته غصب شوې چې په هديرو کې ځينو دولتي چارواکو مارکېتونو جوړ کړل او خلکو ته يې رهايشې نمرې پکي ورکړې، ولایتي ادره بوخته ده په یو نوم بل نوم ډلي ټپلي جوړوي ، تر څو خپل دفساد بوی پرې خنثی کړي.
ولسمشره د هلمند غيور او بې وسه ولس ډېر درڅخه ګيله من دی، تا موږ سره خپلې ژمنې پوره نه کړې، تا زموږ پوښتنه ونه کړه، د هلمند غيور او مظلوم ولس د ځايي دولتي ادارې د ځینو ښامارنو لخوا د خپلو خټينو کورنو څخه په زوره ايستل کيږي، کورونه يې د بېلډوزر تر خولې وځي، مارکېټونو پرې جوړيږي او يا هم ځينو درباري خلکو ته ورکول کيږي ، ناحقه کسان زندانونو ته لویږي ، قضاوتونه په رشوت کیږي ، دم ګړی قانون خپله دهمدې فاسدو چارواکو له لوري نقض کیږي.
دروندولسمشره ، پوهېږو چې ته کاري بوختياوې لرې، نو دومره خو کولی شې چې خپل يو پلاوی د پلټنې لپاره هلمند ته راواستوې او د خپل هغه هلمندي ولس پوښتنه وکړې چې په روښانه ورځ ددې ولايت د کرزي په لوبغالي کې دي ورسره ژمنه وکړه چې پاک لاسونه به غواړو او په هلمند کې به بدلون راولم.
ولسمشره، له کله چې په هلمند کې ولايتي اداره والي، مرستيال او نور چارواکي سرپرستان اعلان شوي دي دوی راز راز ظلمونه شروع کړي دي، د هلمند ځينو پاکو مبارزو او فعاله ځوانانو د ظالمو او فاسدو چارواکو پر ضد ډېرې چغې ووهلې ، (هلمند مدني ټولني) خپل پوره توان په خرڅ اچولی تر څو فساد کابو کړی او مفسدین ولس ته رسواء کړئ ، مطبوعاتي کنفرانسونه يې جوړ کړل، خو په خواشی سره چي ډیری خرڅي سوي رسنۍ د خلکو مدني ږغ نه منعکسوي .
ولسمشره هلمند کي ټول ولسونه تر پزي پوري راغلي ، نور زغم تمام شوی دی ، ليرې نه ده چې د هلمند ټول ولس به دفاسدینو پر ضد په لویو لاريونونه پيل وکړي، ظالم او فاسد چارواکي به تر ګرېوانو را ونيسي او خپل حق به ترې وغواړي.
ولسمشره ! ولې دې هلمند له پامه غورځولی دی؟
ایا : هلمند د افغانستان د وجود برخه نه ده؟؟؟