سلامونه او درناوی ښاغلی ولسمشره! ته هغه څوک یې چې ۱۳کاله دې د افغانستان د ولسمشرۍ پر ګدۍ تیر کړل، وران وطن دې له هغه وران حالت څخه دې حالت ته راوست، زما په ګډون تقریباً ټول افغان ولس درنه له دې کبله د زړه له کومي مننه کوي.

ښاغلی ولسمشره!

ستا ولس ستا له تیرو کارنامو ډیر خوښ دی خو اوس د قانون له مخې ستاسې د واک موده مخ پر ختمیدوده نور تاسې ته قانون دا حق نه دی در کړی چې د واک پر ګدۍ پاتې شئ. جناب ریس صاحب! ولس له تاسې خوشاله دی او انشا الله چې په تاریخ کې به ستاسې نوم په زرینو کرښو لیکل کیږي خو!

که په دې وروستیو کې مو څو کرښو ته پام وکړ او په اوسنۍ حساسه مرحله کې مو خپل مسولیتونه سهي درک او ترسره کړل. ۱

– د ټاکنو پروسه په لومړي ځل ډیر ښه پر مخ ولاړه ولس راووت او خپل د خوښ نوماند ته یې رایه ورکړه ولې ستاسې او ستاسې ترڅنګ د ځینو اشخاصو پر وجه پر ولس دویم ځل ټاکنې وتپل شوې، تاسې کوښښ کاوه چې یو مشارکتي نظام جوړ شي او د هر چا برخه دې معلومه شي نو ریس صیب جمهور که داسې وای،نو ټاکنو ته څه اړتیا وه،د دې پرځای به مو مشارکتي نظام جوړ کړی وای کم څه کم هغه مالي مصارف چې په دې پروسه وشول هغه خوبه دې ولس ته پاتې وای.

جناب ریس صیب!

دا چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او که چا یوړې خو دویم پړاو شو ولس بیا هم د سر پر بدله د ټاکنو محلونو ته راووت او رایې ورکړې. زموږ خویندو، وروڼه ، مشران او د ټولنې ټولې طبقې راغلې رایه یې ورکړه ټولو ته معلومه شوه چې ولس څوک غواړي او چاته یې رایې ورکړي ولې ریس صیب جمهور اوس ټولې سترګې تاسې ده چې په دویم پړاو کې بیخي بې طرفه پاتې شئ.

ښاغلی ولسمشر!

دویم پړاو ټاکنې په بیلابیلو سیمو کې ښه په شفاف ډول تر سره شوې ولس پکې په پراخه پیمانه برخه اخیستې اوس پکې ستاسې د دولت ځینې کارکوونکي، وزیران ، امنیه قومندان او ځینې نور کړۍ لاس وهنه کوي او غواړي چې دا پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي.

جناب ریس صيب!

داسې اندیښنې موجودې دي او ستاسې له اړخه داسې خبرې کیږي چې دا دور ټاکنې او د ټاکنو ټوله پروسه د ناکامۍ لورې ته بیایې. تاسې پوهیږئ،چې ټاکنې د تیر پر خلاف ډیرې ښې وې،ولس پراخ ګډون پکې کړی او که چیرې داسې ستونزې رامنځته شي نو ولس چې د سر په بدله رایه ورکولای شي د خپلې رایې پوښتنه په هر قیمت کولای شی. دا ډول ستونزې پیدا کول به پخپله حالت د بحران لوري ته وړل وي او ددې هر څه مسول به ریس صیب جمهور تاسې یاستئ، تاریخ به ستاسې نوم تر هر چا زیات په بدو الفاظو لیکي.

ښاغلی ریس صیب جمهور !

که چیرې تاسې یا ستاسې تر څنګ نور څوک او یا هم نورې ډلې د دې ټاکنو د ناکامۍ کوښښ کوي دا به ددې پروسې ناکامي نه وي دا به روان حالت د بحران لوري ته وړل وي او دا کار به روان حکومت چې تاسې په سر کې قرار لرئ کړی وي ولس به یو ځل بیا په مورچو کې کیښنوئ که تاسې په تیرو دیارلسو کلونو کې د دې خوار او مظلوم ملت لپاره هر څه کړي خاورې به پرې واړوئ ستاسې دا یو بده کړنه به ستاسې په تیرو ښو خاورې واړوي. نو پریږدئ چې دا پروسه په سمه توګه پای ته ورسي او افغانانو چې چاته رایې ورکړي د راتلونکي ریس جمهور په توګه وټاکل شي. که دا پروسه په سمه توګه پای ته ورسیدل نو ستاسې نوم به په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي.

د یوه ودان،سوکاله او پر مختللي افغانستان په هیله!

2 thoughts on “ولسمشر ته لیک! – انعام الله میاخیل”
  1. با خبر ! ؤلسمشر کرزی د وروستۍ لوبې له پاره په کمین کې ناست دﺉ . د ډاکټر اشرف غني او ډوکتور عبدالله عبدالله تر مینځ یې د انتخاباتو پر سر د وینو سره کرښه را کاږلې ، ستار سیرت ، کرزی او عبدالله دری واړه ددې لوبې مشترک ممثلین دي . غواړي دا پروسه بحران ته و غځوي . اوبه خړې کړي او خپل کبان په کې ونیسي . . تر څو د سم حکومت را تلو مخه ډپ کړي ، او د فساد نظام بېرته پر مظلومو افغانانو باندې د پلان شوي مکر ( زرـ زور او تزویر ) له لارې ور وتپي . خپل ځان له ور باندې لګېدلیو تورونو پرې خلاص ، او خلک یوه لسیزه نور هم ګروګان د خپلو غلاوو له پاره یرغمل ونیسي . مه پرېږدﺉ چې نور دا ډول غله ستاسې پر راتلونکې نورې لوبې هم وکړي . تاسو قانوناً ګټلې ده او قانوني حکومت ستاسو حق دﺉ .نور د چل ول او منافقت دروازې ور وتړۍ . او د یو واحد افغانستان ، خود ارادیت او سوکالۍ او آرامۍ له پاره سره یو موټی شۍ . تاسې ټول ( تاجیک ، هزاره ، ترکمن ، قزلباش ، ایماق ، پشه یي ، پښتون ، ازبېک او نور اقلیتونه ټول سره وروڼه او د یو افغانستان اتباع یاست . تاسې ددې خاورې بچیان او وارثان یاست . هېڅوک تاسې د ژبې ، قوم ، مذهب سمت او تنظیم په نومونو نه شي سره بېلولی . او په دې خاوره او خپل نظام کې د کار او ژوند کولو حق لرۍ . او خپل دغه حقوق هېچاته مه ور کوۍ . .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *