ولمشره! موږ خو د هيواد د سوکالي او بیا رغاونې لپاره تاسو ته رايه وکاروله، موږ خو دا تمه درلوده، چې مافيايي ډلې، زرواکي، چورواکي او ټوپکواکي به بې سېکه شي.

موږ د ګواښونو پروا ونه کړه، په خپله خوښه مو ستا د کمپاين لپاره شپه او ورځ پر ځان يوه کړه، موږ غوښتل چې ستا له راتګ سره د ډيموکراسۍ مراندې ځواکمنې شي.

ولسمشره! تا ونه وليدل، چې د خوست غیورولس په څومره مېړانه تاسو ته رايه وکاروله، د خپلې لور جنازه يې د خونې په کنج کې کېښوده، د خپلې نازولي لور د درد او غم خبر يې پټ وساتل، خو ستا لپاره د رايې مرکزونو ته لاړل.

ستا هغه مناظرې چې په لومړۍ ورځ دې ويل زه سهامي شرکت نه جوړوم، زه به ستاسو د رايې پر سر معامله ونه کړم، زه به د چا فشارونو ته تسليم نه شم.

موږ په هر چا باور لرو، نو ددې لپاره چې واک تقسيم نه کړي، ډيموکراسي لپاره کار وکړي، په هيواد کې د سولې لپاره کار وکړي، مينه حاکمه کړي او د کرکې ريښې له بېخ نه وباسي، د يادو موخو لپاره مو ګواښونو پروا ونه وکړه او تاسو ته مو رايه واچوله.

ولسمشره! تاسو خو د ولس په سترګو کې خاورې وشيندلې، تاسې خو لا له وړاندې د مافيايي کړيو سره هوکړه ليک کړی، چې زما په راتګ سره به تاسو ته نور هم د فساد نوې لارې چارې اسانه شي.

تا خو له خپل رقيب سره هم د پردې تر شا خوندور بنډار روان کړی و، ولس د غولونې لپاره دې مټې رانغښتی وې، ولس پر تاسو ډاډه و، چې دغه بدې ورځې به ختموئ، ولس او خلکو ته به د کار زمينه برابروئ، ولس به په نېکمرغۍ کې ژوند کوي.

سيمه ايزه حکومتولي به پښو ودرېږي، وړ او د کار خلک به په دندو وګمارل شي، په سيمه کې به  د ټوپک ځای قلم ونيسي.

ولس په هر چا باور کړی دی او هرچا ته يې خپل خلص نيت ښودلی دی، خو له بده مرغه چې زموږ ټولو مشرانو خپل ولس د سپر په توګه کارولی، کله چې د ارګ تر دروازې رسېدذلی دی، خپل مظلوم ولس يې هېر کړی او د ارګ دروازه د ځينو چاپلوسانو پر مخ پرانيستي وي.

ولسمشره! تاسو مخالفين له دې امله ياغي بولئ، چې د هيواد اساسي قانون نه مني او هر هغه څوک چې د قانون په وړاندې مجرم وي، نو هغه باید وځپل شي، خو دا ځلې تاسو خپله هم د قانون په ستوني پښه کېښوده، له خپل سيال سره مو د ولس د رايو پر سر معامله وکړه، اجرايه رياست مو رامنځ ته کړ او تر ځان دې خپل سيال ته زیات واکونه ورکړي دي.

ولې دې زموږ پر سر معاملې وکړلې؟ ولې دې ولس په ناخبرۍ کې پرېښود او ولس ته دې  حقايق روښانه نه کړل؟

ولسمشره! يو نيم کال وړاندې تاسو لوړه وکړه، ولس بیا هم تاسو ته منتظر وو، چې تاسو به د خپل واک په موده کې ډېر مثبت بدلونونه راولئ، تاسو به ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړئ، خو د ولس هغه د هيلو خوب اوبو يووړ، چې ګواکې د کار خلک به په کار لګېږي، خو خبر نه و، چې د شمالي ټلوالې کراچيوانان به د وزارت تر چوکيو رسېږي، د جهاد په نوم منفورو مجاهدينو واک به  زيات وي، ځوانان دې اروپايي هيوادونو ته په قاچاق دورمي ، خو دلته د واک پر سر د سهامي شرکت نسخې کارېږي.

ولسمشره! د ټاکنو پایلو ګټونکی اعلان کړی وې، کاشکې دې د سياسي جوړجاړي پر ځای دې ولس ته مراجعه کړې وای، څومره پر ځای کار به و، که بهرني فشارونه درباندې زيات واي، تر دغه چوکۍ هغه ستا علميت موږ ته ډېر مهم وو، چوکۍ به دې پرې ايښې وه، خو ولس به ټول ستا په درشل راټول شوی وو.

ولسمشره! تاسو د ښځو د حقونو د خونديتوب چيغې هم وهلې او هغه چاته به سزا ورکوله ، چې د ښځو پر حقونو تېری کوي.

له بده مرغه فرخندې شهادت چې ټوپکيانو په شهادت ورسوله، تا سو چاته سزا ورکړله، تاسو کوم مجرم ته د قانون اتکړۍ ور واچولې.

ولسمشره! ستا په ارګ کې مېشت فرهنګيان هسې تاسوته د وضعيت ډاډ درکوي، حالت له پرون څخه نن ډېر زیات خراب شوی دی، ولس به اوس د خپلو ټپونو د ټکور لپاره نور درمل اخلي، تاسو په خپلو کړو ژمنو عمل ونه شو کړای اوس هم لا وخت دی، چې اجرايه رياست له منځه يوسي او د روابطو دروازه قلف او د ضوابطو په نظر کې نيولو سره ځوانو کدرونو ته د کار زمينه برابره کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *