د پکتيا اوسيدونکو، د ولايتي او مدني ټولنو غړيو د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې د ولمسشر هڅې د سولې په برخه کې وستايلې.
د پکتيا د ولايتي شورا منشي جنت خان څمکني وويل، هغه څېرې دې ولس ته افشا شي، چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
ښاغلی څمکنی وايي، د وطن د ټولو افغانانو کور دی او څوک نه شي کولای چې د خپلو شخصي ګټو لپاره پخپل زړه کارونه وکړي.
نوموړي وويل، که څوک داسې کوي ولس به يې پر وړاندې ودريږي.
« د دې لپاره چې دا پروسه په مخ لاړه شي، هرهغه څوک چې د دې پروسي خنډ ګرځي که داخل او بهر کې دي افغان به يې پر وړاندې ودريږي،څوک چې د سولې د پرمختګ مخنيوی کوي د رسنيو له لارې دې نومونه په ډاګه شي»
د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيا استازي ډکټر شفيق الله سحر د سولې په برخه کې د ولسمشر ستاينه او کور ودانی وکړ او وويل، څوک چې په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډ جوړيږي د دې ولس دوښمنان دي.
« د انجنير ګلبدين حکمتيار د سولې د خبرو په کلکه ملاتړ کوو او په ولسمشر اشرف غني غږ کوو، چې هغه کړۍ چې د نظام په داخل کې دي نه غواړي سوله وشي هغه افشا شي او له هغوئ سره قانوني چلند وشي او د دې تر څنګ دوئ ته بايد د افغان ولس د مخالف ځواک په سترګه وکتل شي»
د مدني ټولنو په استازيتوب ډاکټر نعيم احمدزي وويل، غواړي د سولې د پرمختګ لپاره په لويه پکتيا کې د عامه پوهاوي کمپيان جوړ کړي.
ښاغلي احمدزي وويل، د اسلامې ګونډ سره خبرې بريالي او د هېواد په ګټه بولي او وايي د دې تر څنګ دې د وسلوالو طالبانو سره هم داسې جدي خبرې وکړي.
« د دولت له سياسي ګوندونو څخه غواړو، چې ژر تر ژره د سولې مسوده لاسليک شي په دويم پړاو کې له طالبانو سره د خبرو پيل وکړي، زه يو وړانديز لرم چې د لويي پکتيا ولسونه د سولې لپاره پراخ کمپيان جوړ کړي»
د اسلامي ګوند له مشر ګلبدين حکمتيار سره سولې خبرې شاوخو دوه کاله وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني په هڅو پيل او دا مهال داسې ويل کېږي چې ډېر ژر به ياد مشر د سولې له بهير سره يو ځای شي.