د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې نن مازیګر له دیني علماوو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.

لومړی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین محمد امین مظفري د علماوو غونډې په اړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت جوړه شوې وه، خپل راپور وړاندې کړ.

هغه شورا د اسلام مبارک دین یو اساس، د خدای (ج) امر، د رسول الله (ص) سنت او د خلکو حق او د هیواد د زعیم مسوولیت وبلله.

مظفري وویل، د هیواد له هرې څنډې علما راټول شوي وو او د پایداره او باعزته سولې د رامنځته کېدو د څرنګوالي، په سوله کې د علماوو رول او په سوله کې د ښځو د غوښتنو په اړه یې خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.

وروسته عتیق الله منصور، زرڅانګې ساپۍ، محمد اصغر نوراني او رحمت الله واحدیار د علماوو د څلورګونو کمېټو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، علماوو د پایداره او باعزته سولې، د سولې مذاکراتو کې علماوو ته د کلیدي رول ورکولو، د ملت ترمنځ د اتفاق او همغږۍ، د سولې په چارو کې د عدالت رعایتولو، د سولې بهیر کې ښځو ته د لا زیات رول ورکولو او د مذاکره کوونکي ټیم ټاکلو په اړه چې په ترکیب کې یې مجرب، هیوادپال، عادل او وړ علما شامل وي، خپل نظریات بیان کړل.

همداراز هغوی څرګنده کړه چې د جګړې پایته رسول د ټول ملت غوښتنه ده او په سوله کې باید اسلامي او ملي ګټې په پام کې ونیول شي او د اسلامي ارشاداتو او زموږ د عنعنوي لارښوونو پر اساس اوربند یوه اړتیا ده.

ورپسې جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د علماوو له همېشنیو او په ځانګړي ډول د سولې په اړه د نظریاتو او وړاندیزونو د مننې ترڅنګ یې وویل: کله چې سولې ته ځو، باید تواضع ولرو، ځکه له تواضع پرته هدف ته نه رسېږو.

جمهوررئیس وویل، په تېرو پنځو کلونو کې خدای (ج) توفیق راکړ چې زیات جوماتونه جوړ کړو او هره ولسوالۍ کې به یو جامع جومات جوړو.

جمهوررئیس غني وویل، غواړم ارشاد، حج او اوقاف وزارت په یوه کلیدي وزارت بدل شي او یوازینی وزارت چې تشکیل یې زیات شوی، همدغه وزارت دی. هغه زیاته کړه، اسلامي تعلیماتو ته به لا زیاته پاملرنه کېږي.

جمهوررئیس ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې نیت او بشپړه اراده لري او طالبانو ته ستاسو پیغام باید دا وي چې د افغانستان دولت د سولې په اړه خپله شرعي او اصولي دنده ترسره کړې ده.

هغه وویل، لومړی د افغانستان د دولت او خلکو غوښتنه اوربند و، خو د تاوتریخوالي پام وړ کموالی به چې موږ ورسره هوکړه کړې، د اوربند لامل شي او د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې په پروسه او مذاکراتو کې د هغې د بریالي کېدو او ملاتړ لپاره له خپل ټول توان څخه استفاده وکړي.

جمهوررئیس د علماوو د رول او مذاکره کوونکي پلاوي په اړه وویل، د اسلام مقدس دین د روایت په برخه کې، اساسي مسوولیت ستاسې علمای کرامو پر اوږو دی.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، ستاسو علمای کرامو له برکته افغانستان د همغږۍ او د مذهبونو په ځانګړي ډول حنفي او جعفري د همغږۍ بېلګه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *