تاند- د انتخاباتي کمیسیونونو د مسوولانو د غوراوي کمېټې د سلګونو تقاضا کوونکو له منځه بالاخره ۳۶ تنه کاندیدان د هیواد د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو د غړیو په توګه معرفي کړل.
د دغو کسانو په منځ کې ۲۱ تنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لپاره او ۱۵ د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون لپاره غوره شوي دي.
دوی دا کسان ولسمشر ته معرفي کړي دي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني ۷ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لپاره او ۵ تنه د شکایتونو د خپلواک کمیسیون لپاره معرفي کړي.
د غوراوي کمېټې غړیو له ولسمشر سره د چهارشنبې په ورځ مازدیګر په ارګ کې وکتل او د غوره شویو کسانو لېست یې ور وسپاره.
په دې کتنه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، لوی څارنوال فرید حمیدي او د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم برخه لرله.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني غواړي چې د غوراوي کمېټې له لوري د انتخاباتي د کمیسیونونو لپاره له انتخاب شویو کسانو سره مرکې وکړي.
دا خبره د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي رادیو ته وکړه، ویې ویل« تر دې وروسته به ولسمشر له هغو کسانو سره چې د غوراوي د کمېټې له لوري یې نومونه نهايي شوي دي، مرکې وکړي. یو انتخاب دا هم دی چې کیدای شي دغه مرکې د رسنیو له لارې هم خپرې شي. د دې لپاره چې دا پروسه نوره هم شفافه شي پر دې به د مدني ټولنو او اړونده ادارو کسان هم پهکې ښکیل وي.»
ولسمشرغني دوه ځله د انتخاباتو په اړه تقنیني فرمانونه ملي شورا ته واستول خو رد شول او بیا یې په ژمې چې کله ملي شورا په رخصتیو وه تقنیني فرمان صادر کړ.
دغه فرمان د وزیرانو شورا تصویب کړ او ولسمشر توشیح کړ چې له دې سره د غوراوي د کمېټې کارونه پیل شول.