تاند، جمعه، د دلوې ۴مه: د ولسمشر محمد اشرف غني د نوي فرمان پر اساس، د ټولو زندانونو او توقیف مرکزونو کې د ۳۰ زره بندیانو مدیریت یوې غیر نظامي خپلواکې دفتر ته سپارل کېږي.

د ښاغلي غني فرمان کې راغلي دا پریکړه چې د قانون حاکمیت ، د مجرمینو اصلاح او د بندیانو د ستونزو حل، د زندانونو د پرسونل د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره شوې.

د فرمان له مخې به ټول زندانونه له دې وروسته د نظامي څخه ملکي سکتور او یوې خپلواکې ادارې ته ولیږدول شي.

په دې فرمان کې د مالیې وزارت څخه هم غوښتنه شوې چې د زندانونو ټوله بودیجه له اوسنيو ریاستونو څخه نوې تشکیلیدونکې څانګې ته وسپاري.

په افغانستان کې د زندانونو او توقیف مرکزونه اوس د کورنیو چارو، دفاع ، عدلیې وزارتونو او ملي امنیت ریاست لخوا اداره کیږي.

په دغو ټولو زندانونو کې اوس مهال ۳۰ زره بندیان ساتل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *