تاند- د دارالامان د تاریخي ماڼۍ د بیا جوړولو چارې نن په یو لړ مراسمو کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم پکې حاضر ول، پرانستل شوې.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې مراسمو کې وویل، دا ماڼۍ به د افغانستان په خپلو پیسو بیا ورغول شي.

ولسمشر وویل چې د دې ودانۍ بیا جوړېدا د اکثرو افغانانو غوښتنه وه.

د دې ودانۍ د بیا جوړولو چارې وروسته له دې پرانستل شوې چې ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره د دارالامان په ویجاړه شوې ماڼۍ کې د ښاري پراختیا د لوی کمیسیون غونډه جوړه کړه.

ولسمشر وویل چې د دارالامان ماڼۍ له جوړېدو وروسته به د هیواد ستره محکمه ورولېږدول شي.

ده دغه راز وویل چې د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې به د جوماتونو پر ترمیمولو او پراخولو هم کار پیل شي.

د ولسمشر غني په وینا د دارالامان ماڼۍ بیا جوړونه یوازي یوه لویه پروژه نه ده، بلکې دا پروژه به په هیواد کې د ښاري خدماتو د معیاري کولو لپاره لار پرانیزي.

اجرايي رييس عبدالله عبدالله وویل، د دارالامان ماڼۍ یو ملي ویاړ دی او بیارغونه به یې د کابل ښار د غوړېدا او ښکلا سبب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *