تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزارت لپاره د تېلو د رانیولو په قرارداد کې د درغلۍ د ادعا په اړه د فوري تحقیقاتو امر وکړ.
د ولسمشر غني ویندوی نظیف الله سالارزي خبریالانو ته وویل چې د حمید الله فاروقي په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د دفاع وزارت ته د تېلو په قرارداد کې د غلا د تور حقیقت څرګند کړي.
ویل شوي چې د تېلو او د هغو په بیه کې د ۲۱۵ ملیون ډالرو توپیر دی.
سالارزي همداراز وویل چې د قرارداد په بیه کې تفاوت د نړیوالو ځواکونو او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرپلټونکي له لوري هم تایید شوی دی.
نظیف الله سالارزي زیاته کړه، ګومارل شوي پلاوي ته لارښوونه شوې چې په قضیه کې د شاملو خواوو د څرګندونو له اورېدو وروسته څېړنې وکړي.
د ده په وینا د دفاع د وزارت د چارواکو، د قراردادي کمپنیو د استازو او اجرايي رييس عبدالله عبدالله ترمنځ غونډه تنظیم شوې وه.
په دې غونډه کې پر اوو نورو قراردادونو هم، چې تخنیکي او قانوني ستونزې یې لرلې، غور وشو.
ولسمشر غني همداراز د اوسني قراداد د فسخ کېدو امر کړی او ویلي یې دي چې بل قرارداد دې هغه مهال اعلان شي چې د اوسنۍ قضیې په اړه تحقیقات بشپړ شي.
خومره شه جه ريس جمهور به فسق وفساد حاكم أودّ خيرني او بررسي او دتحقيق امر وركوى.
خومره بده داجه وزارت دفاع ملي به فسق وفساد اخته او شكايات دريس جمهور حضور ته رسيزي رهبري دوزارت دفاع ويده او يا داجه به فسق اوفساد كي اخته جلوكري أودّ بررسي قدرت به خان كي نه ويني دا درهبري دباره شرمه اوره موضوع وبالخاصه دوزارت داول شخص دمسول دباره.
دريس صاحب جمهور خخه هيله منديم جه موضوع دتحقيق مسلكي خلكوته وسباري تر خو درسته بررسي شي.
زبردست کار یی کړی دی. موږ خو وایو چی ټولو غلو ته یی ورپام کړی.چی دا د ملیت خوړلی مال د دغه مردار خوارو له دا غټو خیټو راوباسی.