تاند- ولسمشر حامد کرزي د قرآنکریم یوه نسخه، چې د زابل یوه اوسېدونکي په لاس لیکلې ده، ملي ارشیف ته وسپارله.

په دې مناسبت په یوه غونډه کې، چې نن تر غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه او پخواني جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي هم پکې ګډون کړی و، ولسمشر حامد کرزي د زابل د اوسېدونکي مولوي بخت جمال الفي توخي په لاس کښل شوی قرآن شریف ملي ارشیف ته ډالۍ کړ.

دا قرآن شریف ۱ متر او۲۵ سانتي متره اوږدوالی او یو متر سور لري.

ولسمشر همداراز د قرآن شریف دوه ټوکه، چې په ایران کې ورته اهدا شوي وو، د ساتنې لپاره ملي ارشیف ته وسپارل.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د یوه افغان خطاط له لوري کښل شوی او میناتوري شوی قرآن کریم ولسمشر کرزي ته اهدا کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *