د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هلمند ولایت له یو شمېر مشرانو، مخورو او د سنګین په پېښه کې له زیانمنو شویو کورنیو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د دغه ویدیو کنفرانس په جریان کې چې د هلمند والي او د سنګین د پېښې حقیقت موندونکي پلاوي هم حضور درلود، جمهور رئیس غني یو ځل بیا د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل، وې ویل چې د سنګین پېښه نه یوازې د هلمند، بلکې د افغانستان ټولو خلکو ته یوه غم لړلې پېښه وه او ټول خلک د سنګین د خلکو په غم کې ځانونه شریک ګڼي.

جمهور رئیس لېږل شوي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د سنګین د پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره دې له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي او د اړتیا په صورت کې دې ټپیان د هلمند له ولایت څخه د باندې د درملنې لپاره ولېږدوي.

همدا راز جمهور رئیس غني لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه دې د د حقیقت موندونکي پلاوي او د سیمه ایزو چارواکو په همکارۍ د امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو لخوا هر اړخیزې تخنیکي څېړنې ترسره شي او له څېړنې وروسته دې له دغې مسئلې سره د قانون په چوکاټ کې چلند وشي.

د هېواد جمهور رئیس په ټینګار سره وویل چې زه د قانون د پلي کېدو پلوی یم او د نوموړې پېښې د څېړنو نتیجو ته منتظر یم. ده زیاته کړه چې عدالت باید پلی شي او د دا ډول پېښو له تکرارېدو څخه دې په جدي ډول مخنیوی وشي.

جمهور رئیس غني د دغه ویدیو کنفرانس په پای کې وویل چې په هېواد کې د وینې د توېدو د مخنیوي او په دې خاوره کې د سولې او آرامتیا د ټینګښت لپاره به هر اړخیز اقدامات ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *