د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن ماسپښین د غزني ولایت پر ادارې او امنیتي وضعیت د بحث لپاره په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د هېواد د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت لوی رئیس د غزني ولایت د امنیتي وضعیت په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ وې ویل: غزني ولایت ته ستا له سفر او لارښوونو وروسته د وسله والو ځواکونو د تمویل، تجهیز، د پوستو او بیزونو د بیا احیا او د ښاري امنیتي کمربندونو په برخو کې اساسي ګامونه پورته شوي دي.
هغوی امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په وخت سره د اکمالاتو په اړه وویل، غزني کې پر نظامي تحکیماتو کار روان دی او د امنیتي او دفاعي ځواکونو پرسونل زیات شوی دی. همدارنګه د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه د هغو ولسوالیو او لویو لارو چې له امنیتي ګواښ سره مخ دي، د امنیتي تدابیرو د نیولو یادونه وکړه.
ورپسې د مخابراتو او ټکنالوژۍ، کرنې او مالدارۍ، د کلیو پراختیا او ښځو چارو وزیرانو، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس، د روغتیا وزارت معین، د برېښنا رئیس، د چارو ادارې استازي او پېښو سره د مبارزې ادارې رئیس د غنمو د وېش، د څښاک اوبو د برابرولو، د برېښنا، روغتیا او د ودانیزو پروژو اړوند د خپلو اقداماتو راپور ورکړ.
د هېواد جمهوررئیس د وزارتونو د مسوولانو د راپور له اورېدو وروسته د هغوی ګامونه وستایل او لارښوونه یې وکړه چې لومړۍ درجې ولایت ته د غزني ارتقا ته په کتو دې په دغه ولایت کې د ټولو ادارو تشکیل لومړۍ درجې ته لوړ شي.
جمهوررئیس لارښوونه وکړه، په غزني کې د دویمو واحدونو د ادارو د ودانیو کمپلکس دې جوړ شي، ځکه د هغه په خبره اوسنۍ ودانۍ د لومړۍ درجې واحدونو ظرفیت نه لري.
د هېواد جمهوررئیس وویل، غزني ولایت او خلکو ته یې د جنګ پر مهال زیات زیانونه اوښتي اوس د دې فرصت دی چې د ټولو ادارو په اړه بیړني ګامونه واخیستل شي او هغه ژمنې چې د غزني خلکو سره شوي، عملي شي.
هغه څرګنده کړه، د غزني ولایت بالاحصار به په یو نمونه يي ځای بدل شي وې ویل، د غزني ولایت اوسېدونکو او ښځو لپاره باید د کار او د امن فضا شرایط چمتو شي.
په دغه غونډه کې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال انجنیر محمدخان هم د غزني ولایت د وضعیت د ښه والي په خاطر وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.