تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸ مه: ولسمشر غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.
د مالیې وزارت نوماند عبدالهادي ارغندیوال د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر د تازه فرمان په اساس د مالیې وزارت ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته سپارل شوي دي.
ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه: “فعلاً هیڅ کومه ستونزه نشته، د مالیې وزارت ټول کارونه او ټول هغه مسایل چې د مالیې وزارت له خوا ترسره کېدل، له دې وروسته هم د مالیې د وزیر او د مالی وزارت د اړوندو ادارو له خوا ترسره کېږي، هیڅ بل ارګان به مداخله ونکړي”.
ولسمشر شاوخوا درې اوونۍ مخکې د عوایدو، ګمرکونو او خزاینو په نوم د درېیو خپلواکو ادارو د جوړولو فرمان صادر کړ.
د ښاغلي ارغندیوال پر وینا د دغو نویو ادارو د جوړولو فرمان د هغه وخت د شرایطو په اساس صادر شوی و.
د مالیې سرپرست وزیر زیاته کړه چې ولسمشر د هغه په غوښتنه خپل پخوانی فرمان لغوه کړ او د یو تازه فرمان په ترڅ کې یې ټول صلاحیتونه بېرته د مالیې وزارت ته وسپارل.
د ولسمشر غني د پخواني فرمان په اساس د مالیې وزارت څخه بېلې شوې ادارې خپلواکې وې او د خپلو چارو په اړه یې یوازې جمهوري ریاست ته ځواب ورکاوه، چې دې مسلې په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یو راپور کې د افغانستان د مالیې وزارت له جوړښت څخه د ادارو بیلول د دغه وزارت له نظره غورځول وبلل.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ اندېښنه ښودلې چې د افغان حکومت دا اقدام به د مالي چارو د سیاسي کېدو، د حساب ورکولو د بهیر د کمزوري کېدو او د اداري فساد د ګواښونو د زیاتېدو لامل شي.