د مشرانو جرګې د نویو انتخاب شویو سناتورانو د لوړې په مراسمو کې ولسمشرمحمد اشرف غني وویل، «دا هېواد به هر افغان ساتي او هر افغان به یې پالنه کوي او هر څوک چې افغان ته په بده سترګه ګوي لوی خدای به یې له ماتې سره مخامخ کوي او موږ به یې ماتوو.»
ولسمشرمحمد اشرف غني وویل:” افغانستان به له دې وروسته خپل عمده سیاسي مسایل د زور او ټوپک له لارې نه، بلکې د سیاست له لارې حلوي، نن د افغانستان د ملت رښتیني استازي په یو آواز په هېواد کې سوله، ثبات او سوکالي غواړي.”
ولسمشرغني وویل: ” د افغانستان ملت له موږ څخه د فکر او عمل یووالی غواړي، زموږ ملت که له یوې خوا د څلور لسیزو جګړو او ناخوالو څخه ستړی دی خو له بلې خوا له موږ څخه د فکر او عمل یو والی او د اصلاحاتو رامنځته کول غواړي، ملت پر موږ او تاسو باور کړی او موږ ټول ملت ته ځواب ورکوونکي یو.”
ولسمشرمحمد اشرف غني څرګنده کړه: ” د افغانستان دولت د یوه واحد دولت په توګه له درې ګونو مستقلو قواوو څخه جوړ شوی او دغه درې واړه قواوې په خپلو کې په همغږۍ کې د یو واحد او پیاوړي دولت په توګه د افغانستان له ملي یو والي څخه استازیتوب کوي.”
ولسمشرغني نویو سناتورانو ته په خطاب کې وویل: ” د مشر کلمه ډیره ستره او پاکه کلمه ده، زموږ په ولس کې مشري په اسانۍ سره نه ورکول کیږي، بلکې مشري ګټل کیږي، اوس چې تاسو دغه مشري ګتلې ده نو وې ساتئ.”
ولسمشرزیاته کړه:” زموږ په هېواد کې د سیاسي شهرت او سیاسي پانګې رامنځته کول اسان کار نه دی، زه تاسو ته مبارکي وایم چې تاسو د دغې سیاسي پانګې د رامنځته کولو لپاره د ملت باور جلب کړی دی خو لازمه ده چې دغه سیاسي پانګه نوره هم پیاوړې او په سمه توګه استعمال شي ترڅو سراسري نتیجه ولري.”
د مشرانو جرګې نویو انتخابي سناتورانو نن د افغانستان د ولسمشرمحمد اشرف غني پر وړاندې د وفادارۍ لوړه وکړه.
په دغو مراسمو کې چې د مشرانو جرګې په مقرکې جوړ شوي ول، نویو انتخابي سناتورانو سوګند وکړ چې د اسلامي احکامو او د اساسي قانون د ارزښتونو په رڼا کې د ملي یو والي د ټینګښت او د هېواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره به له هر ډول تبعیض پرته په پوره ایماندارۍ او صداقت سره خپلې اړونده دندې ترسره کړي.
ولسمشرغني په دغو مراسمو کې نویو انتخابي سناتورانو ته د مبارکۍ په ترڅ کې وویل چې ملت تاسو ته ستر امانت او دروند مسوولیت سپارلی دی او باور لرم چې تاسو به د لوی خدای په مرسته د افغانستان د ستر ملت استازیتوب وکولای شئ.
د افغانستان ولسمشرډاډ څرګند کړ، وې ویل: ” زه درې واړو قواوو ته یو ډول احترام لرم او عزت یې کوم او د مشرانو او ولسي جرګې عزت زما د کار په سرکې ځای لري، ستاسو د امنیت ټینګښت او شخصیت او اعتبار ساتنه د اجرائیه قوې دنده ده.”
ولسمشرغني وویل: ” د حساب اخیستل او ورکول دواړه په اساسي قانون کې معلوم دي، تاسې به حساب اخلئ او وزیران به حساب درکوي، زما وړاندیز دا دی چې وزیران دې په هرو شپږو میاشتوکې تاسو ته په منظم او منسجم ډول رپوټ درکړي، که په خپلو کارونوکې بریالي و، دوام دې ورکړي او که بریالي نه و، دنده یې باید پای ته و رسول شي.”
ولسمشرد اصلاحاتو رامنځته کولو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ” په هرځای کې چې غبن او ناوړه استفاده ولیدل شي عاملین به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژندل شي.”
ولسمشرمحمد اشرف غني څرګنده کړه: ” د یو موټي او واحد دولت معنی دا ده چې ټوله نړۍ موږ او تاسې ته د ملي وحدت د غوره نمونې په توګه وګوري، د ملي وحدت ساتل په لفظ کې اسان دي، خو په عمل کې ګران کار دی، حوصله، پاملرنه او پالنه غواړي، زه د افغانستان ولسمشر نه، بلکې له هرڅه لومړی زه د افغانستان د ملت خادم یم.”
ولسمشروویل: ” افغانستان لکه څومره چې ستونزې لري له هغو ډېر فرصتونه هم لري، موږ په سبولیکه بڼه د آسیا زړه نه یو، موږ په رښتینې توګه د یوې خوځنده آسیا زړه یو، له موږ پرته آسیا آرامه نه شي پاتې کېدلی، زموږ په ثبات او سوکالۍ کې د آسیا ثبات او سوکالي نغښتې ده.”
د افغانستان ولسمشرد خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا په دې باندې ټینګار وکړ چې: ” موږ ټول باید دا ژمنه وکړو چې بیا به هیڅکله هم چا ته د دې اجازه ور نه کړو چې افغانستان بې ثباته کړي، دا هېواد د هر افغان وطن دی، د هرافغان مساوي وطن دی او د هر افغان د ویاړ وطن دی.”