د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مومندو قوم یو شمېر مشرانو او استازو سره نن مازدیګر په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په پیل کې د ولسي جرګې استازي فریدون خان مومند د ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډه همکارۍ له دښمن څخه د پاکو شویو ولسوالیو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، د ننګرهار ولسونه د نظام ټینګ ملاتړي او د قانون د تطبیق غوښتونکي دي.
نوموړي د یادو ولسوالیو امنیت او بیارغاونې ته د پاملرنې په موخه سیمې ته د باصلاحیته پلاوي د ور استولو وړاندیز وکړ او وې ویل، دغه سیمې چې زیات وخت د دښمن په لاس کې وې، سختې ځپل شوي، نو د خلکو ستونزو ته دې رسیدګي وشي.
ورپسې قاري فضل الرحمن جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو د کړنو، سپېڅلې ارادې او اوربندله برکته زه او زیات شمېر نور طالبان له ولس او دولت سره یو ځای شو، چې اوس د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د دښمن پر وړاندې مبارزه کوو.
هغه زیاته کړه، ستاسو د اوربند او ښه مدیریت له برکته امنیتي او دفاعي ځواکونو، وسله والو طالبانو او عام ولس یو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړي او هیڅ ستونزه پېښه نشوه او په ۴۰ کالو کې لومړی وار ستاسو له برکته ټولو هیوادوالو د سولې خوند وڅاکه. هغه زیاته کړه، د ننګرهار ولسونه د خپل نظام ترڅنګ ولاړ دي او د دوی د ستونزو حل ته دې پام وشي.
جمهوررئیس غني د هیواد د دفاع او د نظام دملاتړ په برخه کې د ننګرهار د ولسونو مېړانه، ژمنتیا او سرښندنې وستایلې او د ملي امنیت عمومي ریاست رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د مومندو مشرانو سره په ګډه دې د امنیت په برخه کې د دوی وړاندیزونو ته رسیدګي وکړي.
جمهوررئیس د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د تصفیه شویو ولسوالیو د وضعیت د ارزونې او د بیارغاونې چارو د پیلولو لپاره دې باصلاحیته پلاوی واستوي. هغه زیاته کړه، د تصفیه شویو ولسوالیو د امنیت د تامین لپاره دې مهم تدابیر ونیول شي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د ګوشتې ولسوالۍ ابادولو ته د اساسي پاملرنې په موخه دې د ټرانسپورټ وزارت پلاوی واستول شي. همدارنګه یې له قاري فضل الرحمن څخه له دې امله مننه وکړه چې بېرته له خپل ولس سره یو ځای شوی. هغه ته یې سپارښتنه وکړه چې خپل نور ملګري دې هم د پردیو په لاس د وطن له ویجاړولو راوګرځوي.
همدارنګه د مومندو مشرانو جمهوررئیس ته د عزت پګړۍ ور په سرولو پرمهال هغه ته د اوږد ژوند او په چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.