تاند، چهارشنبه، د دلوې ۹مه: ولسمشر غني د ناټو غوڅ ملاتړ د انکشافي برخې جرمني مسوول جنرال مارکاس کورچیک ته له افغانستانه د مخه ښې په مراسمو کې د میرمسجدي خان مډال ورکړ.

ارګ وايي، تېر ماښام ولسمشر غني، د افغان ځواکونو د روغتیا او روزنې په برخه کې د جنرال مارکاس خدمتونه ستایلي او هغه ته یې په افغانستان کې د ماموریت د پوره کېدو مخه ښه ویلې ده.

ولسمشر غني تر دې وړاندې له افغانستانه رخصت شوي امریکايي سفیر جان بس ته د وزیر محمد اکبرخان مډال ورکړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *