تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه کمساري اقدام کې د هرات ولایت شاوخوا ۳۰ ريیسان او قومندانان له کاره لېري کړل.

ولسمشر غني پرون هرات ته لاړ او په دغه ولایت کې یې د ناامنیو د زیاتېدو او اداري فساد د مخنیوي لپاره له مشرانو او سپین ږیرو سره سلامشوره وکړه.

ده د خلکو د نظرونو له اورېدو وروسته وویل، دې نتیجې ته رسېدلی چې د هرات ولایتي چارواکي لارم کفایت نه لري او باید لېري شي.

ولسمشر د هرات د پنځلس ولسوالیو امنیه قومندانان او دغه راز هغه ولسوالان لېري کړل چې د ازادو سیالیو له لارې ګومارل شوي نه دي.

د هرات د استیناف محکمې څارنوال، د ښځو د چارو ريیسه، د ګمرک ريیس، د يوهنې رييس او یو شمېر نور د برطرفه شویو دولتي مقاماتو او چارواکو په ډله کې شامل دي.

په وروستیو کې په هرات کې د انسانانو تښتونه، غلاوې او تروریستي بریدونه زیات شوي دي او د هرات خلکو د ناامنیو د زیاتېدو له کبله دولتي چارواکي په بې کفایتۍ تورن کړي دي.

ولسمشر په یوه خبري غونډه کې وویل:« په هرات کې مې ټولو امنیتي چارواکو ته امر کړی دی چې د هرات امنیتي ستونزې ختمې کړي او په هرو درو میاشتو کې د هرات ولسي استازو ته د خپل کار راپور ورکړي.»

ولسمشر مخکې هرات ته د حقیقت موندنې لپاره یو پلاوی لېږلی و چې د پلاوي د راپور له اورېدو وروسته یې تېره اوونۍ د هرات والي فضل الله وحیدي لېري کړ.

ولسمشر وویل چې د حکومتي ادارې کمزورتیا د هرات د ستونزو اصلي علت دی ځکه یې د دغه ولایت والي او نور چارواکي لېري کړل.

ولسمشر وویل چې د هرات له یو شمېر خلکو سره یې خبرې وکړې او له هغو یې وغوښتل چې په خپله خوښه ۵ تنه تنه د ښاروال په توګه ورمعرفي کړي څو دی د هغوی له منځه یو تن ښاروال وګوماري.

په افغانستان کې ښاروالان لا هم انتصابي.

ولسمشر د هرات خلکو ته وویل چې د دغه ولایت د اقتصادي وضعیت د ښه کولو او د اسیا پر یوه مهم اقتصادي مرکز د هرات د بدلولو لپاره پروګرامونه لري خو اوس نه غواړي په دې اړه ډېر څه ووايي.

5 thoughts on “ولسمشر د هرات نژدې ټول دولتي چارواکي ګوښه کړل”
  1. Salamoonah;
    Daghasi. Longlive Ashraf Ghani. Cyd Fazlo de oos berta konnarr ta d`Dangaam vliswal shi.
    Pa ttoloo vilayatono ki bayed hamdasy washy tir tszo la ttekadariy khlas shy.
    Ulus che wayii pakhwani kefencashaan de badel shy kho malamet na diey, Cabinette ham bayed ttola safah aw mesleki aw sadeqah aw hewaaddosta vi na watanfroshaan!.
    Inna ekremekom a`indeALLAH-e atqyakum.

  2. لکه ۶ د جدی چی د افغانستان په تاریخ کی یوه توره ورځ ده ، په هرات کی د اشرف غنی کوچنی انقلاب په راوستلو سره چی ۳۰ مفسید اشخاص یی له دندو لری او محکمی ته ورمرفی کړل تمه پیدا کیږی رڼا راروانه ده.
    زبردست کار یی کړی دی،وایم چی په لاسو یی برکت شه چی په هرات ولایت باندی یی جارو راکش کړ
    خوند به یی هله کړی وو چی چی ولسمشر ارګ ته نه وای راغلی بلکی له همهغه ځایه یی نورو ولایاتونو ته همدغه جارو د ځان سره اخیستی وای تر څو پر ۳۴ ولایاتونو یی راتیره کړی وای. ټول مفسدین یی دار ته لیږلی وای او پر ځای یی سم د سړی زمن مقرر کړی وای.موږ له ولسمشره عواړو چی همدغ لړی ته دوام ورکړی .
    .

  3. ماشا الله ډیر ښه کار یی وکړ وایی چی آزموده را آزمودن خطاست. د ښاغلی کرزی د دوری نژدی ټول چارواکی مفسد ، غافل، لټان ، خودخواه، ځان منونکی او په نورو سلو اجتماعی مرضونو ګرفتار دی. ښه به داوی چی دغو مقاماتو ته نوی او تکړه مسلکی او هیواد ته متعهده افغان کدرونه په کار وګماری.

  4. کاشکی خوست ولایت هم سفر وکړی دخوست والی او دده ډله یوتعداد بی کفایته ریسان هم لیری کړی شپه او ورڅ ښهښه خورکونه عیش ونوش او بی تفاوتی پراګنداګی نفاق اچول او حکومت ته دوام ورکول دیدغه ډله مطلق باید لیری او بی وظیفی شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *