تاند- د افغانستان ولسمشر ملکي ادارو ته د وسله والو کسانو ننوتل د نه منلو وباله او امر یې وکړ چې د ایسا ادارې ته د وسله والو کسانو د ننوتو قضیه دې په جدي ډول وڅېړل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني دا خبره پرون په هغه غونډه کې وکړه چې د ایسا یا په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ د ادارې د ستونزو د څېړلو لپاره جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ایسا د ادارې د سرپرست او مرستیالانو پوسټونه تعلیق شول او ولسمشر په ایسا کې د فساد د څېړلو او تفتیش لپاره یو پلاوی وګوماره.
ولسمشر غني، د ایسا په اداره کې د چهارشنبې د ورځې پېښې ته په اشاره وویل چې وزیران دې په رقابتي پوسټونو کې له لاس وهلو او تصرفه ډډه وکړي او د سوداګرۍ وزارت دې څو تنه د لیاقت پر اساس د ایسا د مشرتابه لپاره وړاندیز کړي او ولسمشر ته دې کاندیدان معرفي کړي.
همداراز د عدلیې له وزارته وغوښتل شول چې د ایسا د ادارې د حقوقي حیثیت د ټاکلو لپاره یوه اساسي طرحه جوړه کړي.
ولسمشر دا هم وویل چې هغه کسان دې تر قانوني تعقیب لاندې راوستل شي چې د ایسا ادارې ته په زور ننوتل.
عزتمند اولسمشره
.حكم كوي مكر تعقيب او تطبيق ءي نه كوي؟
مونز ستا خخه ستا دخبلو أوامرو تعقيب او تطبيقيدل غوارو.
واه ولسمشره داسي شان ووايه .
وطن اوزماخلقو ته خپل زان ووایه .
دی غلو اولنڈغرو ته زندان ووایه .
وطن اوزماخلقو ته خپل زان ووایه .