تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: د ولسمشر غني په مشرۍ د کابل د اوبو مدیریت په اړه پرون په ارګ ماڼۍ کې غونډه کې یو ځانګړې طرحه منظور شویده.

په دې ناسته مې د ملي پراختیا شرکت اجراییوي رییس عبدالرحمن عطاش د کابل د اوبو مدیریت پر طرحې تر خبرو وروسته وویل چې په دې طرحه کې د کابل ښار د څلورو خواوو په غرونو کې پنځه زونونه شامل دي.

هغه زیاته کړه، د اوبو د کوچنیو بندونو په جوړولو او د یوې شبکې له لارې کابل سیند ته د دغو اوبو په نښلېدو سره به د ښاري ایکو سیسټم ښه والي، د ځمکو کرنیزه کېدو، د کابل ښار شاوخوا سیمو د سمسورتیا او خلکو ته د کارموندنې زمنیه برابره شي.

دغه طرحه د ولسمشر غني په ګډون د هغه د دوو مرستیالانو امرالله صالح او سروردانش له هرکلي سره مخ شوه.

ولسمشر غني د دې طرحې پر مدیریت او څارنې د ټینګار تر څنګ وویل، هغه سیمې چې یاده طرحه پکې پلې کېږي، باید خلک یې د ملکیت حس ولري.

هغه زیاته کړه، چې په کابل ښار او ولسوالیو کې دې نوي تفریحي پارکونه جوړ او مېرمنو ته دې ځانګړي ځایونه پکې په پام کې ونیول شي.

کابل ښار له یوې مودې راهیسې د اوبو د زیرمو د وچیدو له ګواښ سره مخ دی او ځینو سیمو کې یې اوبه له دریو تر څلورو مترو وچې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *