د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ غمجنې پېښې ټول هېوادوال غمجن کړي او همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو مشرانو خپل خفګان وښود، کله چې د دې پېښې خبرونه په رسنیو کې خپاره شول خلک يې ډیر خفه کړل او دا احساس یې وکړ چې باید د دې پېښې د قربانیانو سره مرستې وشي، افغان بااحساسه ځوانانو پریکړه وکړه چې باید ښارونو ته ووځي او مرستې راټولې کړي همداسې یې وکړل په ښارونو کې کوڅه په کوڅه، دوکان په دوکان او دفتر په دفتر وګرځېدل، خپله ایماني دنده یې ترسره کړه او ټولو هېوادوالو د زړه د خلاصه مرستې وکړې حتا په بازارونو کې ښځو خپل د طلا بنګړي ورکړل، له دې نه معلومه شوه چې افغانان هیڅ کوم نژادي او ژبني تعصوب نه لري.

زموږ د ټولو ناخوالو سرچینه د ولس مشران دی مشران مو قدرت لاس ته راوړلو او د جیب ډکولو لپاره هڅې کوي، د هغو له ډلې نه عبدالله عبدالله او ګل آغا شيرزی دي چې د بدخشان خلک په غم او ویر کې وو دوی اېتلاف کولو، دا ددې وخت نه و چې دوي اېتلاف وکړي. دویم د دولت ځینې چارواکي د نمایشي انځورنو د اخیستلو لپاره بدخشان ته تلل، ددې پرځای چې د خلکو سره غم شریکي وکړي دوي په شنه خوله د انځور اخیستلو ته قدم په قدم ولاړ وو. دریم زموږ ولسمشر کرزی صیب چې نه په یو خبري کنفرانس کې غم شریکي وښوده او نه یې په هغه وخت کې چې مناسب و بدخشان ته سفر وکړ، د ولسمشر بدخشان ته ورسته تګ سبب دا کېدای شي چې کرزی ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید نه دی که چیرې  کاندید وای نو دی به هم د نور کاندیدانو په څېر د وخته د بدخشان د پېښې په ځای کې خپل تصویرونه اخیستل.

 پرون داسې خبرونو خپاره شول چې ولسمشر بدخشان ته تللی او د پېښې د قربانیانو سره یې خواخوږي وښوده، د مرستو او تر خاورو لاندې مړیو د را اېستلو وعده یې ورکړه. دا به وروسته ثابته چې تر کومه به د ولسمشر وعدې پرځای شي.

0 thoughts on “ولسمشر صیب ناوخته د نه کړه؟! – حسیب نورمل”
  1. دا کوم ډول لیکنه ده؟ خبر دی؟ تبصره ده؟ راپور دی؟ فیچر دی؟ مقاله ده؟
    لږ شالید لږ نور معلومات لږ لنډې جملې اوږده پاراګرافونه
    خیر دی الله به دا ورځې هم تېرې کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *