تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /چهارشنبه/ د ننګرهار د پرونۍ خونړۍ حملې په غبرګون کې اعلان وکړ چې نور به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تعرضي حالت غوره کړي.

ښاغلي غني وویل، افغان ځواکونو تراوسه پورې تر ډېره دفاعي حالت درلود خو نور به دفاعي حالت نه بلکې تعرضي حالت لري او د دې مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې اوربند یې نه دی منلی.

ښاغلي غني وویل، افغان امنیتي ځواکونه به له دې وروسته ورځ په ورځ تهاجمي او تعرضي عملیات زیاتوي.

د ننګرهار د پرونۍ /سې شنبه/ د انتحاري جملې د تلفاتو شمېر ۶۸ تنو ته ورسېد. د دې حمې د ټپیانو شمېر شاوخوا ۱۶۸ تنه ښودل کېږي.

لا هم کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *